IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت د ډیموکراسۍ پراساس اداره کیږی

10:55 - January 24, 2014
د خبر لمبر: 1364559
سیاسی ډله: د اسلامی ایران ولسمشر وویل نن سبا ایران د سیمې له ډیرو مشکلاتو سره سره کامل ثبات لری او د ولسواکۍ پراساس اداره کیږی .


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس،د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر دسویزرلینډ په ډاوس ښار کښې د نړیوالو رسنیو او مجلو له لوړرتبه مدیرانو سره په کتنې کښې وویل ایران چې تل یې په سیمه کښې اغیزشیندونکی رول لرلی دی نن  په پراخ ډول په مسایلو کښې ګډون لرلی دی او ستر رول لوبوی .



دایران ولسمشر حسن روحانی په سیمه کښې دترهګرۍ او تاوتریخوالی په شتون اندیښنې سره وویل ترهګر په سیمه کښې دیوې خطرناکۍ او ساری دناروغۍ په شان د پراخیدا په حال کښې دی او ټول خلک یې ځورولی او  کړولی دی .



دایران و لسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې  د صلح ایزې اټومی انرژۍ په زمینه کښې دایران ټول فعالیتونه د اټومی انرژۍ دنړیوال اژانس تر څارنې دی  او ایران د پټولو لپاره هیڅ شی نلری وویل ایران د یورانیمو دپخولو لپاره یوازې دوه (۲)مرکزونه لری او په صلح ایز اټومی فعالیت پسې دی او دا دټولو  هیوادونو حق دی او په دغه حق کښې باید توپیر نه وی .



دایران ولسمشر دغه راز دفلسطین دمسلې په باره کښې وویل دفلسطین په په باره کښې باید د ملګروملتونو ټول پریکړه لیکونه عملی شی او ټول  فلسطینیان خپل هیواد ته ستانه شی او په ازادو انتخاباتو کښې خپل حکومت وټاکی .



دایران ولسمشر په دې خبرې سره چې په اوسنیو شرایطو کښې صهیونیسټ رژیم هره  ورځ ملتونه او هیوادونه ته ګواښ کوی وویل ایران له دغو ګواښونو هیڅ نه ویریږی او پوهیږی چې صهیونیسټ رژیم دغه ګواښونه نشی عملیاتی کولای .



دایران ولسمشر ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا  له امریکا سره داړیکو په باره کښې جدی اراده شته وویل ایران او امریکا له یوبل سره ډیر مشکلات  او مسایل لری او امریکا دایران په اټومی موضوع کښې هم متنافض عمل  وکړ او دجینیوا دموافقې په باره کښې یې د نه منلو وړ انځورونه وړاندې کړل .



 1364542

captcha