د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له اطلاع رسولو مرکز الشروق یې نقلوی چې تیره ورځ د عراق لومړی وزیر نوری المالکی په بغداد کې د یوې خیراتی ادارې دارالسلام د افتتاح په وخت څرګنده کړه چې د عراق حکومت القاعده او داعش په شان ترهګرو ډلو سره هیڅ ډول مذاکرات نه کوی.
هغه زیاته کړه چې ځینې سیاسی ډلې وسله والو ډلو سره د مذاکراتو کولو لپاره ډیر زیات ټینګار کوی خو ایا حکومت هغه چا سره مذاکرات کولې شی چې د هغو لاسونه په سلګونو بی ګناه خلکو وینو سره ککړ وی؟ هغه زیاته کړه چې دا ممکنه نه ده چې مونږ قاتلانو سره مذاکرات وکړو.