IQNA

د "د قرآن کریم د حفظ نړیوال انجمن" د فعالیتونو چورلیز، د اسلام په نوم د وهابیت تبلیغ ده

20:35 - January 28, 2014
د خبر لمبر: 1367792
نړیواله ډله: د قران کریم د حفظ نړیوال انجمن د ال سعود په همکارۍ سره روانه د سعودی عربستان یوه فعاله اداره ده چې هغه په ټوله نړۍ کې، قرانی مقابلو او کانفرنسونو او سمینارونو ترسره کوی، دا اداره د خدای کلام مبانی او تعلیمات د وهابیت په شکل کې خلکو ته په ټوله نړۍ کې وړاندې کولو کوشش کوی.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، قران شریف د هدایت یو داسې کتاب ده چې هغه انسانان له ظالمانو مرییتوبه، له جهالته او شیطانی خواهشاتو څخه د خلاصیدو لاره په ګوته کوی او دا سپڅلی کتاب انسان ته د حق او باطل او هم دا رنګ د سوچه او د غیر سوچه څیزونو شناخت لپاره اصول، انسان ته ورزده کوی.



د ویلو ده چې دا انجمن اوس مهال په مختلفو هیوادونو کې مختلف فعالیتونه تر سره کوی چې پکې د نړۍ له پینځه شپیتو زیاتو هیوادونو کې د قران مختلف پروګرامونو تر سره کول هم شامل دی.



1366866

captcha