
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی ایران ولسمشر د انرژۍ،کانونو او صنعت پشمول په بیلابیلو زمینو کې د ایران د پراخو پروګرامونو د انځور په وړاندې کولو سره زیاته کړه، په اوسنیو شرائطو کې له نړیوالو باوری شرکتونو سره د ایران خبرې اترې په چټکۍ سره په زیاتیدا دی.
ډاکټر حسن روحانی هم دا راز په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران ایټمی فعالیتونه په بشپړ ډول سوله ایز دی او بیا به هم سوله ایز وی روښانه کړه اسلامی ایران د دینی او اخلاقی اصولو له نظره د ډله ایزو وسلو مخالف دی او دا له هر پلوه محکوم کوی
هغه هم دا راز د جینیوا په ایټمی خبرو اترو کې د ایران او ۵+۱ ډلې موافقه یوه دایمی او جامعه موافقه وبلله.
د جنوبی کوریا د پارلیمان مشر هم په دغې کتنې کې وویل د ایران او جنوبی کوریا اړیکې ډیرې ژورې او تاریخی دی او د دواړو هیوادونو د اړیکو په ځلانده راتلونکی په سیوری کې دغه اړیکی باید لاپراختیا ومومی.
هغه د پارلیمانی ډیپلوماسۍ په پراختیا کې د اسلامی ایران د ولسمشر رول او اوږده کاری مخنیه د دواړو هیوادونو د اقتصادی، کلتوری او علمی اړیکو د پراختیا زمینه جوړونکی وبلله.
د جنوبی کوریا د پارلیمان مشر هانګ چانګ هی د ایران د اسلامی جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدوکاتو او د دوو اړخیزو د پراختیا په موخې سره پرون تهران ته راغلی دی.