IQNA

د اسلامی ایران ایټمی پروګرام سوله ایز دی او بیا به هم سوله ایز وی

21:00 - January 28, 2014
د خبر لمبر: 1367795
ساسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د جنوبی کوریا د پارلیمان له مشر هانګ چانګ هی سره په کتنې کې ټینګار کړی، د ایران په صنعت او د ګیسو او تیلو په بیلابیلو حوزو کې د کوریائی شرکتونو د پانګونې او فعالیتونو لپاره شرائط او زمینه برابره ده.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی ایران ولسمشر د انرژۍ،کانونو او صنعت پشمول  په بیلابیلو زمینو کې  د ایران د پراخو پروګرامونو  د انځور په وړاندې کولو سره زیاته کړه، په اوسنیو شرائطو کې له نړیوالو باوری شرکتونو سره د ایران خبرې اترې په چټکۍ سره په زیاتیدا دی.



ډاکټر حسن روحانی  هم دا راز په دې خبرې په ټینګار سره چې د ایران ایټمی فعالیتونه  په بشپړ ډول سوله ایز دی  او بیا به هم  سوله ایز وی روښانه کړه  اسلامی ایران د دینی او اخلاقی اصولو له نظره د ډله ایزو وسلو مخالف دی او دا له هر پلوه محکوم کوی



هغه هم دا راز د جینیوا په ایټمی خبرو اترو کې د ایران او ۵+۱ ډلې موافقه یوه دایمی او جامعه موافقه وبلله.



د جنوبی کوریا د پارلیمان مشر هم په دغې کتنې کې وویل د ایران او جنوبی کوریا اړیکې ډیرې ژورې او تاریخی دی او د دواړو هیوادونو د اړیکو په ځلانده راتلونکی په سیوری کې دغه اړیکی باید لاپراختیا ومومی.



 هغه د پارلیمانی ډیپلوماسۍ په پراختیا کې د اسلامی ایران د ولسمشر رول او اوږده کاری مخنیه د دواړو هیوادونو د اقتصادی، کلتوری او علمی اړیکو د پراختیا زمینه جوړونکی وبلله.



د جنوبی کوریا د پارلیمان مشر  هانګ چانګ هی د ایران د اسلامی جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدوکاتو او د دوو اړخیزو د پراختیا په موخې سره پرون تهران ته راغلی دی.



1367187

captcha