IQNA

خاتمی: په درست ایران کې د سباؤن لسیزې مراسم دې په پرتم سره ولمانځل شی

15:21 - January 31, 2014
د خبر لمبر: 1368596
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمی نن پخپلو خطبو کې د سباؤن لسیزې د شپږدیرشمې کلیزې په درنښت سره وویل د حضرت امام خمینی په رهبرۍ د اسلامی انقلاب بری د ایران د ملت لپاره د ۵۷ کلن دیکتاتورۍ او پاچائی نظام په مقابل کې د دین حاکمیت، خپلواکی او آزادی ډالۍ کړه.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور یر اساس، هغه د دې خبرې په کولو سره چې  د ایران د اسلامی انقلاب د بری پراخ جشن لمانځل باید ولسی شی،   د اسلامی انقلاب او هم دا راز  د سپیڅلی دفاع د پړاؤ د شهیدانو د لارې پر دوام ئې ټینګار وکړ.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د ملت ۳۵کله سرلوړی او عزت د مقاومت او دریدا پامته داره وباله او زیاته ئې کړه  :مړه دې وی امریکا شعار: د ایران د ملت لپاره عزت او عظمت ډالۍ کړ.

آیت ا... احمد خاتمی  هم دا راز د ایران په ضد د امریکا د ولسمشر باراک اوباما او خارجه  وزیر جان کری پشمول د امریکا د پوځی چارواکو ګواښونو او دړکو ته په اشارې سره  ټینګار وکړ  دغه ګواښونه نور هیڅ ارزښت نه لری  او د ایران ملت به ورته د مقاومت په فرهنګ سره غاښ ماتونکی او په هماغه سویه ځواب ورکړی   هغه د دې خبرې په کولو سره چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په ځلونو فرمائلی دی : د ایران اسلامی جمهوریت  د ایټم بم په جوړولو پسې نه دی ، وویل  امریکا په جاپان  کې د هیروشیما او ناګاساکی ښارونو په بمبارولو سره  په لسګونو زره خلک قتل عام کړی دی.

آیت ا... احمد خاتمی د راتلونکی په اړه د بشری ټولنو اندیښنو ته په اشارې سره وویل د بشری ټولنې راتلونکی خطره امریکا او صهونیسټ رژیم دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب  په امریکا په نیوکو سره چې د لبنان حزب ا... غورځنګ یوه ترهه ګره ډله ګڼی روښآنه کړه  د لبنان حزب ا.. غورځنګ ترهه ګره ډله نه ده ، ځکه داسرائیلو د نیواکګر او تیریګر رژیم په مقابل کې د لبنان د خاورې دفاع کوی.  

احمدخاتمی  هم دا راز د سورئې د بدلونونو په اړه د جینوا دوه کنفرانس ناکامۍ ته په اشارې سره  د سورئې د حل لاره په دغه هیواد کې تکفیری او ترهه ګرو ډلو ته د امریکا او د هغوی د عربو ارتجاعی متحدانو له خوا د وسلو نه لیږدول وبلل  او د بشری حقوقو د نړیوالو ادارو په کړچار او  چپتیا په نیوکو سره ئې وویل امریکا د دغه کنفرانس له ترسره کیدا وروسته  په سورئې کې د هغو تکفیری او ترهه ګرو ډلو لپاره نوره وسلې او تجهیزات هم ولیږدول، چې د درست بشریت لپاره  ستره خطره ده

د تهران د جمعې لمانځه خطیب هم دا راز د مصر او بحرین وروستیو حالاتو ته په اشارې سره هم وویل په مصر کې کودتاچی پوځیان  هڅه کوی په دغه هیواد کې د نامبارک د پړاؤ  جنایتونه او ساډوبی تکرار کړی او مصر بیا د اسرائیلو په انګڼ بدل کړی  او دغه راز د آل خلیفه رژیم له خوا د بحرین د دینی عالمانو دشورا ړنګول هم  د بحرین د ملت  په ضد  د ظلمونو په تکرارولو سره د دغه دیکتاتور رژیم د ژوند وروستی سببونه برابروی.

1368588

captcha