د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې خبری ویب پاڼې «صوت المنامه»، یې نقلوی چې ښاغلی شیخ عیسی قاسم زیاته کړې دغه شان اقدامات دهغو خبرواترو په بهیر کې دخنډ رامینځةکول دی چې ګواکې په هیواد کې دخوښواصلاحاتو درامینځةکیدو سبب کیدې .
دبحرین دغه ستر روحانی وویل د بحرین د دینی عالمانو د شورا موضوع یوه مذهبی او ولسی موضوع ده او په نښه کول ئې په حقیقت کې ددین او خلکو سپکاوی دی. یوه داسې فیصله چې دبحرین چارواکو په دې اړه صادره کړې یوه سیاسی پرګنیزه ، کینه کښه او غلیمانه فیصله ده او په هیواد کې داساسی اصلاحاتو درامینځةکولو لپاره دخبرواترو په بهیر کې دخنډاچولو په موخې سره کیږی . او اصلی موخه ئې یوازې په خلکو اختلاف اچول دی
د بحرین د مذهبی عالمانو شورا په دغه هیواد کې یوه خورا ستره ولسی اداره ده او د بحرین د ولسی انقلاب له پیلیدا وخت راهسې ئې د واکمن رژیم په ضد د دغه هیواد د خلکو د غورځنګ په لارښونې کې اساسی رول درلودلی دی.
1368770