IQNA

د بحرین د دینی عالمانو د شورا د ړنګولو په باب د آل خلیفه رژیم فیصله لیونتوب دی

20:45 - February 01, 2014
د خبر لمبر: 1369291
نړیواله ډله: د بحرین ستر دینی عالم آیت الله شیخ عیسی قاسم پرون د جمعې لمانځه په خطبو کې چې د منامې په لویدیځ کې په د راز سیمې کې په امام صادق علیه السلام جومات کې ولوستل شوې وویل د بحرین د اسلامی عالمانو د شورا د ړنګولو په اړه د دغه هیواد د واکوالانو فیصله یوه داسې فیصله ده چې له مخکې پلان شوې او اعلان کول ئې ځنډول شوی وو .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې خبری ویب پاڼې  «صوت المنامه»،  یې نقلوی چې ښاغلی شیخ عیسی قاسم زیاته کړې  دغه شان اقدامات  دهغو خبرواترو په بهیر کې دخنډ رامینځةکول دی چې ګواکې  په هیواد کې دخوښواصلاحاتو  درامینځةکیدو سبب کیدې .
دبحرین دغه ستر روحانی  وویل  د بحرین د دینی عالمانو د شورا موضوع  یوه مذهبی او ولسی موضوع ده  او په نښه کول ئې  په حقیقت کې ددین او خلکو سپکاوی دی. یوه داسې فیصله چې  دبحرین چارواکو  په دې اړه صادره کړې  یوه سیاسی پرګنیزه ، کینه کښه  او غلیمانه فیصله ده او په هیواد کې داساسی اصلاحاتو درامینځةکولو  لپاره  دخبرواترو په بهیر کې دخنډاچولو په موخې سره  کیږی .  او اصلی موخه ئې یوازې په خلکو  اختلاف اچول دی
د بحرین د مذهبی عالمانو شورا په دغه هیواد  کې یوه خورا ستره ولسی اداره ده  او د بحرین د ولسی انقلاب له پیلیدا وخت راهسې ئې د واکمن رژیم په ضد د دغه هیواد د خلکو د غورځنګ په لارښونې کې اساسی رول درلودلی دی.
1368770

captcha