IQNA

قطر: قرضاوی زمونږ استازې نه دی

22:03 - February 02, 2014
د خبر لمبر: 1369902
نړیواله ډله: د قطر لومړۍ وزیر ویلی دی چې د قطر ستر مفتی او دوحې د جامې جومات خطیب یوسف قرضاوی د قطر حکومت استازې نه دی، بس د اماراتو په هکله د هغۀ سپکاوونکی وینا سره د قطر حکومت هیڅ تعلق نلری.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل یې نقلوی چې د قطر خارجه وزیر ښاغلی "خالد  بن  محمد  العطیہ" په ډاګه کړه چې د قطر د خارجه سیاستونو په هکله د فیصلو کولو لپاره سرکاری ادارې شته لذا که یو کس خپل ذإتی رایه د قطر د خارجه سیاست او پروګرامونو په اړه بیان کړی نو هغه حکومتی لحاظ سره هیڅ کوم اهمیت نلری. نو همدې له امله د اماراتو په هکله د یوسف قرضاوی سپکاونکی ویناوې د هغه ذاتی رایه ده او د قطر حکومت سره هیڅ کوم ارتباط نلری.
سرکاری چینل ته په یوې مرکې کې د قطر خارجه وزیر وویل چې امارات او د قطر تر مینځ په حکومت سویه او ولسی دواړه سویه پراخې اړیکې شتون لری.
  1368974

captcha