د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل ویب پاڼې چې هغه یې د لندن د الحیات ورځ پاڼې نقلوی چې په عربستان کې د ترهګرۍ ضد نوی قانون چې له مخې یې پر حکومت هر ډول نیوکه منع شوې، پرون اجرا شوی دی.
همدا رنګ په ښځو د ګاډو د ډراییونګ بندیز هم د ښځو غوسه راپارولی ده او ښځو په یو لیک کې د سعودی عربستان له ستر مفتی غوښتې چې دا بندیز دې لغوه کړی. ځکه چې دا قانون اسلامی تعلیماتو سره هیڅ کوم مخالفت نه لری. او د همدې له امله ښځې په ډیرو ستونزو کې بوخت دی.
د ترهګرۍ په ضد دغه قانون چې د دسمبر په ۱۶مه تصویب شوی دی، د آل سعود رژیم ته اجازه ورکوی چې شکمن کسان له تور پرته تر شپږ میاشتو پورې بندی کړی او په ځینو خاصو شرایطو کې دغه شپږ میاشتې تمدیدولای هم شی.
1370239