د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن په تهران کښې د اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې له نوی مشر آیاد مدنې سره په کتنه کښې وویل، په ایران کښې د اسلامی انقلاب بریالی توب د اسلامی فکر او نظریی د بریالی توب په معنی دی ،دغه بریا د اسلامی نړۍ بریا ده چې د ایران د ملت په وحدت سره ترلاسه شوه.
روحانې وویل د ایران په بهرنې سیاست کښې د ګاونډیانو په شمول له اسلامی هیوادونو سره اړیکې، لومړیتوب دی ،اسلامی نړۍ د اسلامی ملګرتیاؤ له مؤسسې زیاتې هیلی لری او ټول باید هڅې وکړی،چط د اسلامی امت هیلې پوره کړای شی.
د اسلامی ایران ولسمشر د اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې د مهمو هدفونو په بیانولو کښې وویل، د مسلمانانو د وژلو او تاوتریخوالو مخنیوی، د اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې اصلی دنده ده، یو بل هدف یې د صهیونستو تیریګرو له منګلو د نیواکې ټاټوبو او قدس شریف ژغورل او خپلو ټاټوبو ته د فلسطینی ملت په تیره بیا د کډوالوستنول دی ،ځکه چې قدس شریف او د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ د وحدت پیداکوونکی کړۍ ده .
ښاغلی روحانې زیاته کړه،په اسلامی نړۍ کښې اسلامی عقایدو ته درناوی د اسلامی امت د وحدت یوه اړتیا ده،د اسلامی ملګرتیاؤ مؤسسه باید د اسلامی وحدت ښکلی آواز د نړیوالو غوږونو ته ورسوی او د اسلامی امت عقاید ته د سپکاویو مخنیوی وکړی .
د اسلامی ملګرتیاؤ د مؤسسې مشر آیاد مدنی هم په دغه کتنه کښې د اسلامی انقلاب د بریالی توب له کلیزې سره په یوه وخت ایران ته په سفر خوښی وښودله او ویی ویل دغه مؤسسه د اسلامی نړۍ د اختلافاتو د آوارې لپاره د ایران ملاتړ ته اړتیا لری