د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له فرانس ورځ پاڼې «لوموند» یې نقلوی چې د پاکستان د وحدت مسلمین شورا عمومی منشی د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې ځانمرګی برید سخت وغانده.
د پاکستان د وحدت مسلمین شورا عمومی منشی، علامه راجه ناصر عباس جعفری، نن د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز، پېښور ښار کې د ترهګر برید په غندلو سره، د اسلام آباد دولت د ترهګرو ډلو پروړاندې په لټۍ تورن کړ.
د پاکستان د وحدت مسلمین شورا مشر هم دا رنګه وویل چې ناپېژاندو وسله والو تېره چهارشنبه په پېښور کې یو شیعه عالم، علی اصغر قزلباش هم په ډزو وواژه. او همدارنګ په ولی الله نومې شیعه ځوان یې هم حمله کړې ده او هغه په دې برید کې سخت ژوبل شوی دی.
د پېښور په پرونی ځانمرګی برید کې چې په هوټل پاک کې رامنځ ته شوه، لس کسان وژل شوی او ۵۰ ټپیان دی.
1371060