IQNA

د شام ترهګرو په بی بی سکینه(س) حرم راکټی حمله کړې ده

8:59 - February 06, 2014
د خبر لمبر: 1371630
نړیواله ډله: نن سهار وختی د شام ترهګرو ډلو د شام په داریا ښار کې د امام حسین علیه السلام د ګرانی لور بی بی سکینه سلام الله علیها په مزار راکټی حمله کړې ده.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چېله اطلاع رسولو مرکز «العهد»، یې نقلوی چې تالی څټو ترهګرو د خپلو سپیرو اقداماتو په دوام کې د شام په «داریا»، ښار کې د بی بی سکینه سلام الله علیها په زیارت راکټې حـمله کړې ده چې له امله یې ګنبد ته سخت تاوان راسیدلې ده.
دا حمله په دې سپیڅلی ځایې په داسې حال کې وشوه چې تیره میاشت د شام پوځ دغه سیمه چې دمشق ته نږدې ده له ترهګرو پاکه کړې وه خو تالی څټو ترهګرو بیا هم د دې زیارت او حرم، د دې حملې په کولو سره، سپکاوې وکړ.
1371595

بچوې: شام،حمله
captcha