د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، مېرمن مرضیه افخم پرون په ایران کې د روانې وضع په اړه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په اړه وویل چې قضاییه قوه د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون له مخې خپلواکه ده او د بشری حقوقو او د بیان د آزادیو او د ښاریزتوب د حقوقو موضوع،هغه مسئله ده چې قضاییه قوه هغه په حساسیت او دقت سره تعقیبوی.
1371858