IQNA

د بحرین باچا د خپلو سپکاوی کونکو په خلاف د سزا د سختولو قانون تایید کړ

20:19 - February 07, 2014
د خبر لمبر: 1371908
نړیواله ډله: د بحرین د باچا شیخ حمد بن عیسی آل خلیفه په ۱۹۷۶کال کښې تصویب شوی، د باچا د سپکاوی کونکو د سزا د قانون په موادو کښې د دغه هیواد د پارلیمان لخوا بدلون تایید کړ.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل یې نقلوی چې د دغه قانون له مخې هر څوک چې په ډاګه د بحرین د باچا یا د دغه هیواد د بیرغ او ملی شعارونو سپکاوی وکړی، له یو نه تر اوو کالو پورې بند او په نغدې جرمانې به محکوم شی.
له بلې خوا د بحرین الوفاق ویب سایټ هم اعلان وکړ چې د آل خلیفه رژیم امنیتی ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ په ستره سیمه کښې د یو بحرینی په کور باندې د ډزو په کولو سره په دغه کور اور بل کړ چې له امله یې دغه کور ته ډیر زیان ورسیده.
1371785

captcha