IQNA

د لبنان حزب الله له تکفیریانو سره په مبارزې ټینګار وکړ

13:11 - February 08, 2014
د خبر لمبر: 1372342
نړیواله ډله: د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال ښاغلی حجت‌الاسلام‌والمسلمین نعیم قاسم، له تکفیریانو سره په مبارزې او مقابلې ټینګار وکړ .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، چې له المنار خبری چینل یې نقلوی چې د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال ښاغلی حجت‌الاسلام‌والمسلمین نعیم قاسم نن  په دې خبرې ټینګار سره چې حزب الله د دښمانانو په وړاندې کلک دریږی  وویل حزب الله له تکفیری ترهګرو سره د مقابلی او د لبنان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ کښې جدی دی.
ښاغلی ښاغلی حجت‌الاسلام‌والمسلمین نعیم قاسم د تمام سلام په  مشرۍ په لبنان  کښې د پراخ بنسټه حکومت چې د هیواد د ټولو خلکو استازی وی د جوړیدا په اهمیت ټینګار سره وویل یوازی دغه حکومت سیاسی، امنیتی، اقتصادی او ټولنیز مشکلات حل کولای شی.
د لبنان د حزب الله دغه نامتو مشر له نوی حکومت او  د هغه د جوړیدا له بهیر څخه د یوه مهم او اغیز شیندونکی بهیر د لیرې کولو لپاره په لبنان کښې د ځینو سیاسی ډلو په دوکې ورکولو نیوکې سره ټینګار وکړ حزب الله د لبنان د ملت مخ ته له موجودو مشکلاتو او په تیره بیا له امنیتی چینلجونو سره د مقابلې لپاره د حکومت د جوړیدا په هدف سره ټولو ډلو ته خپل لاس اوږد کړی دی.
لبنان په تیرو څو میاشتو او اونیو کښې د ترهګرو بم چاودنو او حملو کتونکی دی چې له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی.
1372072

captcha