ایکنا- د مکې مکرمې د حراء فرهنګي سیمې د قرآن کریم په میوزیم کې د قرآن کریم یوه نفیسه نسخه نندارې ته وړاندې شوې چې د اټکل له مخې د دولسمې هجري قمری پېړۍ، چې له اتلسمې میلادي پېړۍ سره برابره ده، اړوند ده.
د ایکنا د راپور له مخې، د سعودي عربستان د خبري اژانس په حواله راپور شوی راغلي دي، دغه نسخه د قرآن کریم د لیکلو او ښکلا ورکولو په برخې کې د مسلمانانو د پاملرنې او د دولسمې قمری هجري پېړۍ پر مهال د اسلامي خطاطۍ او تذهیب د هنر د غوړېدو یوه بېلګه وړاندې کوي.
د قرآن کریم دغه نسخه د ملک عبدالعزیز په کتابتون کې ساتل کېږي. دا نسخه په تور رنګ لیکل شوې او په لیکلو کې پکې له ثلث، ریحاني او نسخ خطونو ګډه استفاده شوې ده. دغه کار د اسلامي خطاطۍ د بېلابېلو سټایلونو په کارولو کې د کاتب لوړ مهارت څرګندوي.
قرآن کریم په بشپړ اعراب لیکل شوی او د هغه لومړنۍ پاڼې په نباتي نقشونو او هنري تذهیبونو سینګار شوې دي. همدارنګه د آیتونو ترمنځ واټنونه په زراندودو دایرو مشخص شوي دي، چې د عملي کارونې ترڅنګ یې پاڼو ته هنري ښکلا هم ورکړې ده.
په دې نسخې کې د قرآن کریم ځینې غوره شوې سورې شاملې دي؛ له هغو څخه فاتحه، انعام، کهف، سبأ، فاطر، یس، فتح، واقعه، ملک، نبأ او اخلاص سورو نومونه اخستلی شو. د سورو د ترتیب له پلوه هم دغه نسخه ځانګړتیا لري.
د دې اثر نندارې ته وړاندې کول د قرآن کریم د میوزیم لیدونکو ته فرصت برابروي چې د قرآن کریم د خطي نسخو له تاریخ، د خطاطۍ له بېلابېلو طریقو، د تذهیب له هنر او په اسلامي فرهنګ کې د قرآن کریم له لوړ مقام سره اشنا شي.
دغه نسخه د قرآن کریم د خدمت په برخې کې د مسلمانانو د هنري میراث یوه ښکاره بېلګه هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4369073