ایکنا- د مصر په «قنا» ولایت کې د « محفل یا حکومت تلاوت» د استعداد موندنې د پروګرام د غوراوي سیالیو د دویمې ورځې په بهیر کې د ګډونوالو ترمنځ سخته سیالي وشوه. په دغو سیالیو کې «احمد وهبي» په نوم یو کمعمره قاري هم وځلېد او د سیالۍ په ترڅ کې ئې د قرآن کریم په زړهراښکونکي او خوږ غږ تلاوت وکړ.
ایکنانیوز ، د «الیوم السابع» په حواله راپور راکړ، نندارچیانو او د قاضیانو پلاوي د هغه ماشوم د قرآن کریم د آیتونو تلاوت په ډېرې لېوالتیا او تودو احساساتو بدرګه کړ؛ هغه ماشوم چې د خپل پلار په هڅونې ئې تر پنځه کلنۍ پورې ټول قرآن کریم حفظ کړی دی.
د «حکومت یا محفل تلاوت» د دویم پړاو د غوراوي سیالۍ له پنځو ولایتونو څخه د ګډونوالو په شتونکې پیل شوې او درې ورځې به دوام وکړي.
د مصر په قنا ولایت کې د «محفل تلاوت» د غوراوي پړاو
دا غوراوی د «محفل تلاوت» د استعداد موندنې د دویم سپرکي د ګډونوالو د انتخاب د بهیر یوه برخه ده. د دې طرحې موخه د قرآن کریم د تلاوت په برخې کې د غوره استعدادونو پېژندل او روزل، او هغو کسانو ته د ګډون زمینه برابرول دي چې ځانګړی او خوږ غږ لري.
د مصر د اوقافو وزارت د قرآن کریم د استعدادونو په ملاتړ او د ګډونوالو د تلاوت د اصولو او د اجرا د هنر په زدهکړه کې د دې لومړني پړاو پر اهمیت ټینګار کړی دی. دغه اقدام د داسې یوه نسل د روزنې لپاره ترسره کېږي چې د قرآن کریم په تلاوت کې ځانګړي مهارتونه ولري او د مصر د تلاوت د مکتب لوړ مقام وساتي.
د لومړنیو پړاوونو منظم ترسره کېدل!
ټاکل شوې ده چې د لومړنیو پړاوونو په بهیر کې، د مصر د اوقافو وزارت له خوا د ټاکل شوي مهالوېش او اصولو له مخې، د دغو پنځو ولایتونو ګډونوالو سیالئ وکړي. د سیالیو د منظم او روان ترسره کېدو لپاره لازم نظارتي او اجرایي تدابیر هم نیول شوي دي.
«محفل تلاوت» د هغو مهمو طرحو له ډلې دی چې د مصر د اوقافو وزارت له خوا د «متحده رسنیزو خدمتونو شرکت» په همکارۍ پیل شوی دی. د دغه ټيلیویژني پروګرام موخه دا ده چې د مصر د قرآن کریم د تلاوت هنر په نوې بڼه وړاندې کړي، په بېلابېلو ولایتونو کې ځوان استعدادونه ومومي او هغوی ته رسنیز فرصت برابر کړي، څو خپل استعدادونه معرفي او د تلاوت مهارتونه لا پیاوړي کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4369205