ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم علمي ټولګې، د رسول اکرم(ص) د رحلت د کلیزې له رارسېدو سره هممهاله، د دیوانیې په ولایت کې د دوو قرآني تمځایونو له لارې زائرانو ته قرآني خدمتونه پیل کړي دي.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د الکفیل د وېبپاڼې په حواله ئې راکړی ، راغلي دي، په دیوانیه کې د قرآن کریم د مؤسسې مسؤل خالد العبادي ویلي چې د رسول اکرم حضرت محمد(ص) د رحلت د کلیزې په مناسبت دوه قرآني تمځایونه جوړ شوي دي؛ یو د ولایت په مرکز او بل په شامیه سیمې کې.
هغه وویل، د دغو تمځایونو د جوړولو موخه هغو زائرانو ته د قرآني، فرهنګي او لارښوونیزو خدمتونو وړاندې کول دي چې د نجف اشرف پر لور روان دي. پر دې سربېره ، په دغو تمځایونو کې د زیارت له فضا سره سم بېلابېل پروګرامونه او فعالیتونه هم برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه طرحه د مذهبي مناسبتونو د درناوي او د زائرانو د خدمت لپاره د دغې مؤسسې د هڅو یوه برخه ده. د همدې موخې لپاره د زیارت په لارو کې قرآني تمځایونه جوړېږي، چې پکې د مستقیم خدمت، د قرآن کریم د زدهکړې او دیني لارښوونې ګډ چاپېریال برابرېږي.
هغه وویل، دغه فعالیتونه د حضرت عباس(ع) د سپېڅلي حرم د دې ژمنتیا څرګندونه کوي چې د زیارتونو او مذهبي مراسمو پر مهال زائرانو ته بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4369162