ایکنا - یوه نوې څېړنه ښيئ چې د امریکا د«میشیګن» ایالت د سنا د مسلمان نوماند پر ضد د کرکې او نفرت خپرونکو پوسټونو شمېر، په لومړنیو ټاکنو کې د هغه له بریا وروسته ۲۰ برابره زیات شوی دی.
ایکنا نیوز، د «ټيآرټي» په حواله راپور راکړی، د امریکاپه میشیګن ایالت کې د سنا د لومړنیو ټاکنو د مسلمان ډیموکرات نوماند «عبدالسید» له بریا یوازې څو ساعته وروسته، په هغو پوسټونو کې چې د هغه نوم ئې درلود او د اسلام ضد محتوا ئې خپروله، د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د منظمې کرکې د مطالعاتو مرکز (CSOH) نوې څېړنه ښئي چې په هغو پوسټونو کې چې السید یې په اسلامضده تبلیغاتو سره له سپکاویو سره مخ کړی، د هغه له بریا وروسته په یوې اوونۍ کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۳ زره او ۹۹ پوسټونه خپاره شوي دي؛ په داسې حال کې چې له دې مخکې په دوو میاشتو کې د دغو پوسټونو ورځنی اوسط یوازې ۱۵۵ و. دا د ۱۸۹۵ سلنې زیاتوالی ښئي.
د اګست په ۵،هغه ورځ چې د السید سیال ماتې ومنله، د هغه په اړه د اسلام ضده پوسټونه تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل او په یوه ورځ کې کابو ۷ زرو پوسټونو ته ورسېدل.
په همدې اوونۍ کې د السید په اړه تر هغه ډېر اسلام ضده مطالب خپاره شول چې په تېرو اوو میاشتو کې د هغه په اړه په ټولیزه توګه خپاره شوي وو.
دغه شمېر د جنورۍ له میاشتې راهیسې د السید په اړه د ثبت شویو ټولټال ۳۸ زره او ۲۸۰ پوسټونو ۵۶.۷ سلنه جوړوي.
السید د میشیګن ایالت د عامې روغتیا پخوانی چارواکی دی او د امریکا په مشرانو جرګې کې د ګري پیټرز له خوا د خالي شوې څوکۍ لپاره نوماند شوی دی.
د CSOH تحلیل، چې د «ایکس»، فېسبوک، انسټاګرام، یوټیوب، ریډیټ او بلواسکای پر پوسټونو ترسره شوی، ښئي چې دغه محتوا د حقیقي سیاسي نیوکو پر ځای د څو تکراري دسیسه ګرو کلیشو پر شاوخوا راڅرخي.
تر ټولو ډېره مطرح شوې موضوع دا وه چې السید له حماس، حزبالله او اخوانالمسلمین سره تړاو لري. په هغو پوسټونو کې چې ډېر ځله شریک شوي، هغه ته «جهادي» هم ویل شوي دي.
په ټول کې، د اګست په ۵مه، هغه ورځ چې د السید بریا اعلان شوه، په «ایکس»چینل کې د اسلام ضده پوسټونو شمېر د اوړي په یوه ورځ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېد او نږدې ۱۲ زرو پوسټونو ته ورسېد. دا شمېر د تېرو ۳۰ ورځو له اوسط څخه څه باندې دوه برابره و او لومړۍ ورځ وه چې دغه ډول پوسټونه له ۱۰ زرو څخه واوښتل.
څېړونکو ویلي چې له شپږو ورځو وروسته هم دغه زیاتوالی نه و کم شوی.
په میشیګن کې د السید بریا د امریکا د سنا د لومړنیو ټاکنو له هغو څو پایلو څخه وه چې د روانې میاشتې په انتخاباتي سیالیو کې، چې د راتلونکي کال د منځمهالو ټاکنو یوه برخه ده، له نږدې څارل کېده.
خو د څېړونکو په وینا، له هغه وروسته رامنځته شوې فضا اوس تر ډېره د یوه نوماند پر وړاندې له عادي غبرګون سره ورته نه ده؛ بلکې داسې ښکاري چې هر کله یو مسلمان سیاستوال بریالی شي یا کوم مهم مقام ترلاسه کړي، ورته سناریو تکرارېږي.
CSOH ویلي چې تمه لري د ۲۰۲۶ کال د منځمهالو ټاکنو لپاره د انتخاباتي مبارزو له پراخېدو سره به د مسلمانانو پر ضد تعصب او اسلام ضده چلند لا زیات شي.
https://iqna.ir/fa/news/4369388