د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې د لبنان العهد اینټرنیټ پاڼې ې نقلوې چې د بحرین روحانی شیخ عیسی قاسم د ال خلیفه رژیم د پوځی لګښتونو په زیاتیدا نیوکې سره وویل حکومت په داسې حال کښې د بیت المال پیسې د خلکو د ځپنې د وسایلو او پوځی تجهیزاتو په اخیستلو لګوی چې د بحرین اکثره ښاریز سخت بې وزله او غریبان دی.
د بحرین روحانی شیخ عیسی قاسم وویل د ال خلیفه رژیم دغه اقدام نه یوازې د بحرین عایدات تباه کوی بلکې په پردیو د بحرین د اړوندوالی او د خپلواکۍ د له مینځه تلو سبب هم کیږی.
هغه د اصلاحاتو ترسره کیدا ته د بحرین د ملت غوښتنې او ټینګار ته په اشارې سره وویل د بحرین خلک له اوسنی حالت او د حکومت له ظلم څخه خپه دی او د عملی او رښتینو اصلاحاتو تر سره کیدل او د داسې اساسی قانون برابریدل چې د بحرین د ټولو ښاریزو د ازادۍ پر اساس وی کړکیچ حل کولای شی .
د بحرین خلک د دیکتاتور حکومت د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه خپلواکه حکومت د ټینګیدا غوښتنه کوی خو د سعودی عربستان عسکر د بحرین او اردن د پوځیانو په مرستې سره خلک په سخته ځپی.
1372057