IQNA

ایت الله خامنه ای:مداخله ګر قدرتونه د سیمې د هېوادونو د پرمختګ خنډ دی

21:44 - February 08, 2014
د خبر لمبر: 1372602
سیاسی او ټولنیزه ډله: د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام د ایران د پوځ د هوایی ځواک له قوماندانانو او کارکوونکو سره په کتنه کې وفرمایل چې مداخله ګر قدرتونه د سیمې د هېوادنو د خپلواکۍ او پرمختګ خنډ دی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ مقام د دفتر د اطلاع رسونې د خبر له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای نن سهار د پوځ د هوایی ځواکونو د ورځې په مناسبت، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر، حضرت امام خمینی رحمه الله علیه په حسینیه کې د پوځ د قوماندانو او کار کوونکو سره په کتنه کې وویل چې مداخله ګر قدرتونه غواړی د سیمې خلکو ته القا کړی چې خپلواکی یې له پرمختګ سره توپیر لری، خو دا خبره ناسمه ده او د مداخله ګرو قدرتونو له خوا جوړه شوې ده.

د ایران د اسلامی انقلاب مشر حضرت ایت الله خامنه ای د آزاۍ د شعار په څنګ کې د خپلواکۍ شعار، د اسلامی انقلاب له مهمو شعارونو وباله او زیاته یې کړه چې په نوی ښکیلاک کې، مداخله ګر قدرتونه د هېوادونو په سرکې د خپلو زور واکه ګوډاګیو واکمنانو د راوستلو په لټه کې دی.

حضرت آیت الله خامنه ای هم دا رنګه وویل چې خپلواکی له ټولې نړۍ سره د بد اخلاقۍ په معنا نه ده.
خپلواکی یعنې د مداخله ګر قدرت سره مقابله چې غواړی امر وکړی او د یوه ملت شرف او حیثیت د خپلو ګټو لپاره ولګوی.

د ایران د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام وویل: هغه څه چې د اسلامی ایران خپلواکی خوندی کولای شی، د انقلاب پر ارزښتونو او اصولو رڼا او څرګنده تکیه کول دی.
هغوی هم دا رنګه زیاته کړه چې د اسلامی نظام د تلپاتې کېدا راز، پر هغو اصولو او ارزښتونو رڼه او څرګنده تکیه ده، لکه څنګه چې قدرمن امام هم هماغه ډول و.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام وویل چې امریکایی چارواکی، مسوولینو ته وایی چې د نظام د بدلون نیت نه لری، دروغ وایی او که وتوانېږی، په دې برخه کې یوه شیبه هم ځنډ نه کوی، خو نشی کولای، ځکه اسلامی نظام د خلکو پر اداره، محبت او ایمان تکیه کړې ده.
حضرت آیت الله خامنه ای د ایران اسلامی جمهوریت د خلکو پر ایمان، محبت او ادارې متکی وباله او زیاته یې کړه چې ان شاءالله د سلواغې په ۲۲مه به ولیدل شی چې د ایران ملت راځی او د خپل ملی اقتدار او ټینګښت ناورې پورته کوی او د ایران ملت پوهېږی چې د بریالیتوب راز یې درېدنه ده.
1372010

captcha