IQNA

شیخ الازهر: په شریعت کې، اسلامی حکومت کوم ځای نلری

12:32 - February 09, 2014
د خبر لمبر: 1372940
نړیواله ډله: شیخ الازہر د مصر ټیلیویژن ته په یوې مرکې کې یو عجیبه بیان سره دا دعوا وکړه چې: په شریعت کې، اسلامی حکومت کوم ځای نلری.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له عربستان الحیات ورځ پاڼې یې نقلوی چې تیره ورځ د فرورۍ په اوومه نیټه د د الازهر مشر ښاغلی احمد الطیب د مصر ټی وی سره په مرکې کې وویل چې الازهر د خپل منشور په مطابق د مصر اساسی قانون لنډیز وړاندې کړی هغه داسې منشور دی چې هغه د اسلامی تعلیماتو سره پوره پوره سمون خوری.
هغه دین له سیاسته جلا په په ګڼو سره دا ادعا هم وکړه چې الازهر پوهنتون سیاست سره هیڅ کوم ارتباط نه لری او نه هم په اسلامی تاریخ او کلتور او مذهبی قانون کې د اسلامی حکومت کوم ځای شته. (یعنی اسلام مونږ ته د حکومت کولو اجازه نه راکوی)
د ویلو ده چې که په اسلامی شریعت کې د اسلامی حکومت ځای نه وی نو بیا پیغمبر اکرم(ص) ولې د هجرت نه پس، په مدینه منوره کې اسلامی حکومت جوړ کړ؟!!
1372320

captcha