IQNA

روحانی: اسلامی ایران درستې نړۍ سره د غوره اړیکو پراختیا لپاره تیار دی

8:34 - February 11, 2014
د خبر لمبر: 1373935
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی جمهوریت ولمسشر حسن روحانی نن په تهران کې د نورو هیوادونو له کابو ۱۳۰سفیرانو او سیاسی استاذو سره په کتنې کې زیاته کړه د ځینو له مخالفتونو سره سره ایران د نړۍ له هیوادونو سره پر موافقو لګیا دی څو د سیمې شرائط لاښه شی .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی ایران ولسمشر د دې خبرې په کولو سره چې ایران د شمال او جنوب د هیوادونو د ارتباط لپاره یومرکز کیدلی شی، د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کې ئې له افراط او تفریطه د پاکې نړۍ  لپاره د ایران  له وړاندیزی پلان سره په موافقه کولو کې د بهرنیو حکومتونو د ملاتړ قدرونه وکړه او زیاته ئې کړه په ایران کې دیره بهرنی سفیران د ایران د ملت پیغام د نړۍ هیوادونو ته ورسوی .
ښاغلی حسن روحانی ټینګار وکړ له آسیا رانیولې تر افریقا، اروپا او امریکا پورې له ټولو هیوادونو سره د ګډوګټو په اساس او د متقابل احترام په چوکاټ کې غوره او رغنده اړیکو پراختیا غواړو او هیوادونه به د ایران ملت ته د احترام په وړاندې د ایران د ملت له خوا احترام او د ښه نیّت په وړاندې به ښه نیّت ووینی.
د اسلامی ایران ولسمشر هم دا راز په ایران کې د ولسواکۍ مخینې ته په اشارې سره وویل د بشری حقوقو لومړنی منشور په ایران کې ولیکل شو او نړیوالو ته وړاندې شو چې دا هم یوه ستره بریا وه.
ډاکټر روحانی وویل د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په هماغه لومړنی کال کې د ایران ملت پنځه ځله د رایو صندقونو ته لاړل څو د ایران د اسلامی جمهوریت د منشور پشمول بیلابیلو پلانونو ته خپله مثبته رایه ورکړی او دغه راز هرکال په اسلامی ایران کې کابو یو ځل انتخابات کیږی چې دا د درستې نړۍ د دیموکراسۍ د نظامونو لپاره ستره ډالۍ او ویاړ دی. دا د دی لپاره دی چې د ایران ملت  له اسلامی انقلابه وروسته پر خپلو حکومتونو تل اعتماد  کړی دی او د ایران حکومت دی چې د خپل ملت په پیاوړی ملاتړ سره  د درستې نړۍ له هیوادونو سره د متقابل احترام خبره کوی او هیڅ کله هم سرزوریو او ګواښونو ته نه تسلیمیږی.
1373914

captcha