د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس،ښاغلی روحانی وویل، ۳۵ کاله وړاندې په همداسی ورځ روښانه ضمیر لرونکی او فقیه رهبر حضرت امام خمینی (رح) د ساډوبۍ، دیکتاتور ۍ او هغو کسانو په وړاندې چې غوښتل یې ایران پخپله سلطه کښې وساتی بریالی شو، د اسلامی انقلاب بریالی توب د یوی طایفې، قبیلې،پرګنې، او یوی ډلې بریا نه وه ،بلکه د ایران د درستو خلکو بریا وه .
د اسلامی ایران ولسمشر په دغه وینا کښې زیاته کړه، آمریکایانو دا فکر کاوه،چې د ایران ټاټوبی او د ایران حکومت د هغوۍ دی او هر چیرته لاسوهنه کوی ،چې د اسلامی انقلاب په بریالی توب سره ،د ایران ملت د لاسوهونکو او استعمارګرو لاسونو ته د رد ځواب ورکړ .
ښاغلی روحانی زیاته کړه لویدیځ ډیر ښه پوهه شوی دی،چې د بندیزونو لاره غلطه ده او هر څوک چې په بندیزونو او ګواښونو پسې دی د هغه برخلیک به هم د تاریخ د درستو ظالمانو او تیریګرو د برخلیک په څیر وی .
د اسلامی ایران ولسمشر ۵+۱ ډلی ته سپارښتنه وکړه، اټومی خبرې اترط د اروپا او آمریکا لپاره یو تاریخی فرصت دی،که په اټومی خبرو اترو کښې د قانون، د ایران د ملت د حقوقو او ګډون ګټو ته د درناوی او تعامل او ملګرتیا په چوکاټ کښې حرکت وکړی نو د ایران د ستر ملت لخوا به هم مناسب او مثبت ځواب واوری .
همدغه راز د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قومی مشر آیت الله صادق آملی لاریجانی هم په تهران کښې د سلواغې د ۲۲ په لاریونونو کښې په ګډون سره خبریالانو ته وویل، د اسلامی ایران خلک به په ټول قدرت سره د اسلامی انقلاب له ایډیالونو دفاع وکړی ، د ایران د ملت ننی شتون سلطه ګرو هیوادونو ته دا پیغام لری،چې په ګواښ او بندیزونو سره له پښو نه غورځیږی او د انقلاب د ساتلو په لاره کښې د پخوا په څیر ولاړ دی.
1373768