IQNA

یووالې او د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای د حکیمانه رهبرۍ او د هغوۍ د هر اړخیزه پیروی د کامیابۍ عامل ده

14:50 - February 11, 2014
د خبر لمبر: 1374033
سیاسی ډله: د سلواغې د ۲۲ د لاریون د پای په پریکړه لیک کښې راغلی دی، د ایران ملت د دښمنانو له دسیسو او فتنو جوړونو له کبله له چیالنجونو او ناورینونو څخه په بریالی ډول تیریدل د د حضرت امام خمینی (رح) او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه ای د با صلابته او حکیمانه رهبرۍ او د هغوۍ د هر اړخیزو پیرویو پامته داره بولی او په بیلا بیلوموضوعاتو کښې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دریځونه فصل الخطاب ګڼی او هر ډول درزاچونکی او وحدت له مینځه وړونکی اقدام غندی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس،په دغه بیانیه کښې راغلی دی،د ایران ملت   له دغه هیواد سره  په اټومی خبرو اترو کښې  له ۵+۱ ډلی سره  د دغو هیوادونو دریځونه او چلندونه څاری   او د ایران د اټومی فعالیتونو د سوله ایز والې توب  په  باب    په باور جوړونه کښې  د ایران د حکومت حرکت او  د جینیوا له موافقې سره سره  د پوځی لاری په میز د ایښودلو په باب  د ځینی آمریکایی چارواکو  سپکوونکی ،ګواښونکی او بې  ادبانه څرګندونې غندی  او علانوی چې  د دښمن هر ډول لمسوونکی حرکت به  دسپاه، پوځ ،بسیج او ایران د میړنې ملت له چټک،سخت او ویجاړونکې ځواب سره مخ شی.
په دغه بیانیه کښې د  قدس شریف آزادی  هم د اسلامی نړۍ  لومړ یتوب بلل شوی  او اسلامی نړۍ عالمانو ته بلنه ورکړل شوی،چې  له ترهه ګرۍ سره د بیړنئ او عملی مبارزې لپاره  په دې زمینه کښې  هر  ډول ځنډ پریږدی .
همدغه راز  له کابل څخه هم یو ترلاسه شوی خبر وایی  په دغه ښار کښې  هم د اسلامی انقلاب او  اسلامی نړۍ د ویښتیا په نامه یوه نخصصی ناسته وشوه،چې  په افغانستان کښې د ایران د سفارت کلتوری سلایار ناصر جهانشاهی هم پکې ګډون درلوده .
په دغه ناسته کښې  وویل شول، حضرت امام خمینی (رح)  دشلمی پیړۍ ستر ویښوونکی ؤ  او اسلامی هیوادونه د امام د انقلاب  له برکته برخور شول .
همدغه راز د ایران  په درستو ولایتونو،ښارونو او  بیلا بیلو ځایونوکښې  د  اسلامی انقلاب د بریالی توب د جشن  په لمانځلو سربیره د نړۍ  په بیلا بیلو هیوادونو لکه لبنان،عراق،
کښې هم  د سلواغې د ۲۲ دستوری وشوی .
د ویلو ده چې  ۱۹۴  بهرنیو خبریالانو که هغه د میلمنو په توګه راغلی او که میشت دی، دغو لاریونونو  ته خبرې پوښښ ورکړ  چې  تونس د ۲۷، فرانسه د ۱۴، جاپان د ۹ او آمریکا هعم د اتو خبریالانو په درلودلو سره  هغه هیوادونه دی،چې د سلواغې د ۲۲  دستورو د  خبری پوښښ لپاره یې  زیات خبریالان ایران ته را ستولی دی .
1373737

captcha