IQNA

په بحرین کې امنیتی ځواکونو د شیعه ؤ په ستر جومات حمله کړې ده

8:43 - February 16, 2014
د خبر لمبر: 1375483
نړیواله ډله: د بحرین د انسانی حقوقو تنظیم تیره ورځ د فرورۍ په څوارلسمه نیټه په الدراز سیمه کې د شیعه ؤ په ستر جومات " جامع امام صادق(ع) " باندې د امنیتی ځواکونو د حملې کولو خبر ورکړ.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری ویبپاڼې یې نقلوی چې د بحرین د انسانی حقوقو د تنظیم د مذهبی ازادۍ د څانګې مشر ښاغلی شیخ میثم سلمان په الدراز ښار کې د شیعه ؤ ستر جومات " جامع امام صادق(ع) " باندې د امنیتی ځواکونو لخوا حمله، د حکومت لخوا پر ولس باندې د فرقه ایزو فعالیتونو دوام وباله.
هغه له نړیوالو ادارو وغوښتل چې په بحرین کې د مذهبی سپڅلتیاو او مذهبی ځایونو باندې د حکومت د بریدونو مخنیوی لپاره زره تر زره اقدام وکړی.
شیخ سلمان څرګنده کړه چې " جامع امام صادق(ع) " جومات د بحرین شیعه لپاره یو ستر او عظیم ځای دی هلته چې د جمعه لمانځه غت ټول تر سره کیږی په داسې ځای د امنیتی ځواکونو حمله د انسانی حقوقو څرګنده خلاف ورزی ده.
1374949

captcha