د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل یې نقلو یچې د ملګروملتو سرمنشی، د جمعی په ورځ ، د یوې بیانئیی په خپرولو سره، د بحرینی اعتراض کونکو له پراخی ځپنی څخه، د خواشینۍ د ښودلو په ضمن کی، اعلان وکړ چی، په اندیښنی سره؛ ددغه هیواد وضعیت تعقیبوی، او له دې کبله خواشینې دئ چی،په بحرین کی، د مظاهرو له پیلیدو څخه، دری کاله وروسته، دفارس خلیج په غاړه کی، په دغه پروت عربی هیوادکی، کړکیچونه هماغه راز دوام لری .
د ملګروملتو سرمنشی،دبحرین دخلګو دحقوقو په رعایتولوباندی په ټینګار سره؛له بحرینی مقامونو وغوښتل چی، دبشر دحقوقو په باره کی، دبین المللی ژمنوپه اساس، عمل وکړی .
په بحرین کی، د اعتراض کونکو د سختی ځپنی په باره کی، د ملګروملتو د سرمنشی اندیښنه؛په داسی حال کی،څرګنده شوې ده چی،دآل خلیفه ځواکونو، د فیبرورۍ په ۱۴ نیټه ،دبحرین دخلګو دپاڅون دکالیزی سره په یو وخت؛ ددی هیواد دخلګو پر سوله ایزو مظاهرو باندی،په حملی سره؛په لس هاؤ تنه اعتراض کونکی،ټپیان کړی او یایی بندیان کړل .
د خبری سرچینو درپوټ په اساس،دآل خلیفه ځواکونو؛پر اعتراض کونکوباندی پخپلوحملوکی،په پراخه اندازه؛له منع شویو وسلو؛منجمله،له جنګی مرمیو؛له اوښلنو؛ سابندونک؛ او ذهرجنو غازو څخه، استفاده وکړه .
په همدی اړه ، د بشری حقوقو بین المللی اتحادیی،او د عفوی بین المللی سازمان هم، په بیلابیلو بیانیو کی، د آل خلیفه رژیم په وسیله؛ دبحرینی اعتراض کونکو د ځپنی ، او په بحرین کی، دبشر دحقوقو د نقضیدو له ادامی څخه، خواشینی وښودله .
د بشر حقوقو بین المللی اتحادیی،پخپلی بیانیه کی،په بحرین کی دبشر حقوقو دنقضیدو دادامی په هکله، دخبردارئ په ورکولو سره،له بحرینی مسئولانوڅخه وغوښتل چی،د قانون دحاکمیت دلمړیتوب د شمیرلو، او دبشر حقوقو دنقضیدو د مواردو دبندولو لپاره دی،چټکی تابئیی غوره کړی،اوپه دی باره کی،پخپلوژمنو عمل وکړی .
د عفوی بین المللی سازمان هم، پخپلی بیانیه کی، دیاد رژیم په ضد،دولسی اعتراضونو په ځپلوکی، دآل خلیفه رژیم په سیاستونوباندی په نیوکی سره،ټینګار وکړ چی، ددغه سیاست ادامی، په سیمه او بین المللی ټولنه کی، دبحرینی مسئولانو اعتبار ترپوښتنی لاندی وړئ دئ .
په همدی حال کی، د بحرین د علماؤ شورا رئیس، شیخ عیسی قاسم، د دغه هیواد د خلګو د حکومتی ضد اعتراضونو، په دوام باندی په ټینګار سره، وویل چی، دآل خلیفه رژیم دتوکم پالو سیاستونو په خلاف، ددغه هیواد دخلګو مظاهری به،په راتلونکو ورځو،په تیره بیا دشنبی په ورځ هم ،دوام ومومی . شیخ قاسم څرګنده کړه : دآل خیلفه رژیم، په تیرو دریو کلونوکی،پخپلو ټولو ځپونکو اقدامونوسره، ونه شوکړای، دبحرین خلګ؛ دسوله ایزو مظاهرو له دوام څخه، منع کړی ، او ددغه هیواد خلګو؛د سیمی او نړۍ خلګوته، دمقاومت کولو او دریدنی په برخه کی،ښه سرمشق وړاندی کړ .
بحرین؛ د فیبرورۍ له ۱۴ نیټی څخه، دهغو زرګونو اعتراض کونکو دمظاهرو ډګر دئ چی، آزادۍ ؛عدالت؛ او منتخب نظام ته د لاس موندلو غوښتونکی دی . اعتراض کونکو چی، پیل کی؛دسیاسی اصلاحاتو غوښتونکی ؤو؛دآل خلیفه د واکمنی کورنۍ دقهرجنو برخوردونو اوځپونکواقدامونوسره،له مخامخیدو وروسته؛ خپلی غوښتنی زیاتی کړی دی، او اوس مهال؛د آل خلیفه رژیم پر لیری کیدوباندی هم چی،ټول حکومتی اساسی مقامونه په واګه لری،ټینګار کوی .
د بحرینی سرچینو د رپوټ په اساس د اعتراضونو په خلاف، د آل خلیفه رژیم د ځپونکی سیاست په سختیدو سره تر اوسه پوری څه د پاسه ۱۵۰ تنه اعتراض کونکی وژل شوی او په زرګونو نور کسان ټپیان اویا نیول شوی دی.
1375493