IQNA

ایت الله خامنه ای: د ایران ملت به هیڅ کله د امریکا، زور وینې ته تسلیم نشی

19:38 - February 17, 2014
د خبر لمبر: 1376456
سیاسی ډله: د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمایل د ایران ملت د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې په لاریون او د امریکا د مقاماتو د سپیین سترګی توب، زیات غوښتنې، بې ادبۍ او بې شرمۍ ته په ځواب کښې وویل هیڅ کله به د امریکا کلنګ غوښتنې او زور وینې ته تسلیم نشی.

 

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اسا س، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن د اذربایجان شرقی ولایت  د مختلفو ښارونو او د تبریز د زرګونو خلکو په ټول کښې د اسلامی انقلاب د پینځه دیرشم (۳۵) جشن او د سلواغې د میاشتې په دوه ویشتمې(۲۲) نیټې لاریون کښې د ملی اقتدار دعظمت او پرتمینوالی په خاطر د ایران د ستر ملت په قدرونې سره په مختلفو کلونو کښې د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې په لاریونونو کښې د ایران د خلکو د ګډون د اندازه په باره کښې د خبرو کسانو نسبتا دقیقو راپورونو او محاسباتو ته په اشارې سره وفرمایل د دقیقو او کارپیژانده راپورونو پراساس  په ټول هیواد کښې د روان کال په لاریونونو کښې د خلکو شمیر له تیر کال څخه زیات وو او دغه حقیقت د دې ښودنه کوی چې د ایران د اسلامی انقلاب د کلیزې جشن هماغه د انقلاب په شان یوه بې ساری ښکارنده ده.
په دغه کتنې کښې چې د ۱۳۵۶ لمریز کال د سلواغې دمیاشتې  په نهویشتمې (۲۹)نیټې  دایران تبریز دخلکو د تاریخی پاڅون د شپږدیرشمې(۳۶) کلیزې په درشل کښې وشوه داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلی خامنه ای د زور ویونکو او دسلطې د نظام دکلنګ په وړاندې  چې بیلګه یې امریکا ده نه تسلیمیدل داسلامی انقلاب  مهم ایډیل وباله اوټینګار یې وکړ د ایران ملت د روان کال دسلواغې دمیاشتې په دوه ویشتمه (۲۲)نیټه لاریونونو کښې وویل چې دامریکا دزوروینې او کلنګ غوښتنې په وړاندې به تسلیم نشی .
هغه حضرت خلکو ته د امریکا د یوې غیر حقیقی څیرې د معرفی کولو لپاره دځینو کسانو په هڅو نیوکې سره وویل ځینې کسان کوشش کوی دامریکا دڅیرې په ښې ښودلو سره دامریکا له څیرې تاوتریخوالی ، ویره رامینځته کول او ناوړه اقدامات لیرې کړی او دامریکا حکومت انسان دوست او دایران له خلکو سره دلچسپۍ لرونکی معرفی کړی خو ددغو کسانو هڅه به کومه نتیجه ورنکړی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په تیرو اتیا(۸۰) کلونو کښې د امریکا دحکومت تورې مخینې ته په اشارې سره وفرمایل دخونړیو جنګونو رامینځته کول او دبې ګناه انسانانو وژل ، ددنیا په مختلفو سیمو  کښې له ظالمو دیکتاتورانو ملاتړ ، له نړیوالې  او حکومتی ترهګریو ملاتړ چې بیلګه یې صهیونیسټی جعلی ، غاصب او جنایتکار رژیم دی په عراق حمله او دعراق د لسګونو زرو خلکو وژل او په افغانستان حمله او د بلیک واټر په شان د ټرور او دخلکو د وژونکو شرکتونو جوړول او دتکفیری سرزورو ډلو جوړول او له هغوې ملاتړ دامریکا د تورو کارنامو یوه برخه ده .
هغه حضرت د ایران د ملت پرضد د امریکا د حکومت  د دښمانه اقداماتو مخینې ته په اشارې سره وفرمایل د ایران ملت د ۱۳۳۲ لمریز کال د غبرګولی د میاشتې د اتویشتمې(۲۸) نیټې له کودتا څخه تر ۱۳۵۷ لمریز کال  پورې او د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهسې تر ننه پورې د امریکا له کړونو، دسیسو، خباثتونو او بندیزونو سره مخ دی چې اخری مورد یې هم د ۱۳۸۸ لمریز کال له فتنه ګرانو څخه دامریکا د ولسمشر باراک اوباما ناوړه ملاتړ وو او بیا یې هم څه موده مخکې دغه ملاتړ اعلان کړ .
هغه حضرت وفرمایل امریکا ته د نۀ خوش بینه کیدا نښې نښانې اوس د ښکاره کیدا په حال کښې دی او ښکاره دلیل یې هم د ایران د ملت پرضد د امریکا د چارواکو او سیناتورانو له سپکاوی ډکې څرګندونې دی.
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمایل البته د ایران ملت د روان لمریز کال د سلواغې د میاشتې د دوه ویشتمې(۲۲) نیټې په لاریونونو کښې د امریکا دغو سپکاویو ته ځواب ورکړ او امریکا یې په سوک ووهله.
1376180

captcha