IQNA

علی لاریجانی: نړیوال قدرتونه د ترهګرۍ له مقولې د اسلامی نړۍ پر ضد استفاده کوی

13:08 - February 19, 2014
د خبر لمبر: 1377245
سیاسی ډله: د اسلامی ایران د پارلمان مشر علی لاریجانی نن د اسلامی ملګرتیا سازمان د اتحادېې په غونډه کې په تهران کې ټینګار وکړ تروریزم او استکبار د اسلامی نړۍ پر ضد په یوه مسیر حرکت کوی چې د افغانستان عراق پاکستان او سورېې اوسنی وضعیتونه ېې ښکاره مصداق دی .

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس ښاغلی لاریجانی په اسلامی نړۍ کې تحجر او افراطیت ته په اشارې سره وویل د اسلام دوښمنان او استکباری قدرتونه نن ورځ د تکفیر او تفرقې اچونې له اوزارونو په ګټې اخیستو سره د مسلمانانو د انرژۍ د ضایع کیدو لامل شوی .
د اسلامی ملګرتیا سازمان د پارلمانونو اتحادېې مشر زیاته کړه له نیکه مرغه په اسلامی هیوادونو کې د اسلامی ویښتیا د څپې په را پیدا کیدو سره یو لړ ارزښتمن دیموکراتیک حرکتونه را منځته شوی دی چې د اسلامی ملتونو استقلال وحدت او غږملتیا تضمینوی .
ښاغلی لاریجانی زیاته کړه د فلسطین په اړه د امریکا د سولې تبلیغات درواغجن دی چې د فلسطینانو د حقوقو له تر پښو لاندې کولو پرته بله پایله نه لری نو له همدې امله د فلسطین د مسئلې  حل یواځنۍ لار مقاومت دی .
لاریجانی د سیمې تر ظلم د لاندې ملتونو د نجات لپاره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د ایران د ملت د دفاع په تدوام ټینګار وکړ .
هغه زیاته کړه امریکایان په ښه ډول پوهیږی چې د ایران اتومی فعالیت سوله ایز دی خو بیا هم د ایران په وړاندې له غلوونکی او بلاغواړی سیاست کار اخلی .
د لاریجانی په وینا که اسلامی امت له خپلو ظرفیتونو په ښه ډول ګټه واخلی له لوړې او له درناوی ډکې ځایګاه به برخه من شی .
د ایران د اسلامی شورا مشر په ډاګه کړه حضرت امام خمینی ره د اسلامی ټولڼې د راتلونکې د جوړیدو تر ټولو مهم اصل د اسلامی امت د وخت اصل په ګوته کړی دی .
1376644

captcha