
د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د تهران د جمعی لمانځه خطیب آیت الله احمد جنتی د سلواغې په۲۲ د اسلامی انقلاب د بریالی توب د کلیزې په لاریونونو کښې د ایران د ملت د حماسی شتون قدرونه وکړه او ویی ویل د ایران ملت د آمریکا په میز د پرتو انتخابونو په ځواب کښې، د اسلامی انقلاب د بریالی توب د ۳۵ کلیزې په لاریونونو کښې حماسی او پرتمین شتون درلوده.
ښاغلی جنتی ټینګار وکړ د ایران ملت د لویدیځو هیوادونو سپکاوی د نه زغملو او اغماض نه کولو جوګه بولی، مړه دې وې آمریکا، استقامت او وحدت ، د فلسطین له مظلوم ملت څخه د ملاتړ او د دښمنانونو له ګواښونو د نه ویریدو شعارونه، د آمریکا په میز پرتو انتخابونو ته د ایران د ملت ځواب دی.
د تهران د جمعی لمانځه خطیب په ایران کښې دری ګونو قواؤ ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود لخوا د مقاومتی اقتصاد د سیاست د ابلاغیدو مننه او سپارښتنه وکړه، دغه سیاستونه جدی وګڼی او د الله تعالی لخوا له ورکړای شویو بډایه زیرمو په استفادې سره په ایران کښې استعدادونه وغوړیږی او دښمن شاتګ ته مجبوره شی.
ښاغلی آیت الله جنتی د ایران او ۵+۱ ډلی د خبرو اترو په باب د ایران له مرکچې پلاوې وغوښتل،د ایران د اسلامی جمهوری نظام سرې لیکې رعایت کړی، پخپل قدرت تکیه وکړی او د قدرت له دریځه په خبرو اترو کښې ګډون وکړی.
د تهران د جمعی لمانځه خطیب ۵+۱ ډلی هیوادونو ته هم په خطاب کښې وویل دغه ډله یوازې په اټومی مسئلې خبری اترې کولای شی او په نورو زمینو کښې د لاسوهنې حق نلری .
آیت الله جنتی په تهران کښې د اسلامی هیوادونو د پار لمانونو د اتحادیی دمشرانو کنفرانس ته اشار وکړه، دغه کنفرانس یې مهم وباله او د اسلامی هیوادونو د پارلمانونو مشرانو ته یې سپارښتنه وکړه مسلمان خلک آمریکا او اسرائیل نه منی او په درسته نړۍ کښې د مظلومانو ملاتړې دی .
1377762