IQNA

د برما حکومت زر مسلمانان بې له محاکمې په زندان کې بند کړی دی!

8:28 - February 23, 2014
د خبر لمبر: 1378471
نړیواله ډله: د برما د اسلامی خبری سرچینو دا اعلان کړې ده چې د برما حکومت، بې له محاکمې نږدې زر مسلمانان به زندان او بند کې بند کړی دی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز " IINA " یې نقلوی چې د ارکان خبری اژانس د راپور له مخې له تیرو پینځو کلونو راهسی د ورهینګیا نږدې زر مسلمانان بې له څه جرم او بې له څه محاکمې د برما په مختلفو بندونو کې په ډیر سخت حالت کې په بند کې وخت تیروی.
د راپور له مخې له دې پینځو کلونو کې د برما حکومت د انسانی حقوقو نړیوالو ادارو ته هم دې بندیانو سره د کتنې اجازه نه ده ورکړی او اوس مهال د هغو له تکلیفونو بل کوم کس خبر نه دی.
له دې پرته د برما د پولیسو لخوا هم په شپږو روهینګیانو باندې د تشدد او د هغو وهل او ټکولو په هلکه هم داسې خبر راغلې چې دغه کسان د خوراکی څیزونو د اخستلو په موخه کله چې له روهینګیا بهر ووتل نو هغه بې له څه جرمه پولیسو ونیول او په بند کې واچول.
1378138

captcha