د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له «ISESCO»، له ویب پاڼې یې نقلوی چې په میلادی کال 2013 کې د «غزنی، د اسلامی نړۍ کلتوری پلازمینه» د درنښت وروستی مراسم نن د ایسسکو د تعلیم، علومو او کلتوری سازمان استازې ښاغلی عباس صدری او همدا راز د افغانستان د سیاسی او کلتوری شخصیتونو په ګډؤن سره تر سره کیږی.
دا مراسم د افغانستان د کلتور وزیر په وینا سره پیلیږی چې ورپسې به عباس صدری د ایسسکو د ستر مشر لخوا په میلادی کال 2013 کې د «غزنی، د اسلامی نړۍ کلتوری پلازمینه» د درنښت په اړه خپل راپور وړاندې کوی.
همدا راز په دې مراسمو کې د افغانستان هغه هنرمندان او محصلان او استاذان چې هغو په کلتوری او هنرې سیالیو کې غوره مقام او رتبه تر لاسه کړې دی د هنری چارو په اړه د ایسسکو انعامونه هغه ته ډالۍ کول کیږی.
عباس صدری په جمهوری اسلامی ایران کې د ایسسکو استازې دی.
1377957