IQNA

په شمالی افریقا کې اسلامی اقتصاد ته ګروهنه زیاته شوې ده

9:02 - February 28, 2014
د خبر لمبر: 1380808
نړیواله ډله: د نړلوالې تحقیقاتی ادارې Standard and Poor’sد یو راپور پر اساس په شمالی افریقا کې د اسلامی اقتصاد لورې ته په ګروهنې کې په تیزې سره زیاتوالی روان دی.

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولومرکز " Out-Law.com "  یې نقلوی چې په دې راپور کې اعلان شوی چې په شمالی افریقا کې رامینځته شوی تازه بدلونونو په دې سیمې کې د اسلامی اقتصاد د پرمختګ لیارې اواره کړی دی.
د ویلو ده چې په شمالی افریقا کې په بانکونو کې د اوږد مهال د منصوبو باندې په عمل کولو لپاره د پانګې کموالې د دې هیوادونو د تعمیراتی منصوبو د پوره کیدو لپاره اسلامی اقتصاد ته د خلکو پام راجلب کړی دی.
همداراز په نړیوالې کچه هم په تیرو لسو کلونو کې د اسلامی پانګې د 1400 اربه ډالرو ګټور پرمختګ له امله هم د دې هیواد خلکو اسلامی اقتصاد لورې ته پام زیات شوی ده.
1380513

captcha