IQNA

حزب اللہ: د اسرائیلو تیرې به غاښ ماتوونکی ځواب سره مخامخ شی

9:07 - February 28, 2014
د خبر لمبر: 1380813
نړیواله ډله: د لبنان اسلامی تنظیم حزب الله د یو بیان په وسیله د شام د سرحدونو څخه نږدې سیمو جنتا او بقاع کې د حزب الله تنظیم په مرکزونو د اسراییلو حملې په کللکه محکومولو سره اعلان وکړ چې اسراییل به ددې حملو غاښ ماتونکی ځواب ووینی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز المنار یې نقلوی چې د لبنان اسلامی غورځنګ حزب الله په یوې بیانیې کې د دې غورځنګ په مرکزونو د اسراییلو د حملې په تاییدولو سره زیاته کړه چې د دې حملو به غاښ ماتونکی ځواب ورکړې شی.په بیانیې کې راغلی دی چې په دې بریدونو کې کوم ځانی یا مالی د پام وړ تاوان نه دی شوی.
همدارنګ د حزب الله لخوا خپور شوی بیان کې په دې خبری ډییر ټینګار شوی دی چې د دې حملو ځواب به په مناسب وخت او ځای کې ورکړی شی.
1380544

captcha