IQNA

د تهران د جمعې لمانځه خطیب په مرکزې افریقا کې د مسلمانانو په عام وژلی د نړیوالو موسسو په چپتیا نیوکه وکړه

16:58 - February 28, 2014
د خبر لمبر: 1380916
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب ښاغلی خاتمی په افریقا مرکزی جمهوریت کښې د مسلمانانو په عام وژلې د نړیوالو موسسو په چپتیانیوکې سره وویل په دغه هیواد کښې سرزورو ډلو د مسلمانانو تنګول پیل کړی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد خاتمی مقاومتی اقتصاد له خارجیانو د ایران د اقتصاد د  بشپړه خپلواکۍ په لړ کښې یو ګام وباله او ټینګار یې وکړ مقاومتی اقتصاد په اصول پاله او عدالت پاله او ځایی ټیکنالوژۍ او پوهې متکی دی او په ایران کې په میلیونونو متخصصانو تکیې او د ګازو او تیلو د سترو پانګو شتون او د جوړښتونو په برابریدا سره مقاومتی اقتصاد ته رسیدلی شو.
ښاغلی خاتمی دغه راز  دې خبرې ته په اشارې سره چې دنړیوال استکبار لخوا په دنیا کښې  له اسلام سره دمبارزې او له اسلام څخه دخلکو دویرولو څپه زیاته شوی ده وویل دلیل یې دادی چې داسلامی ویښتیا څپه د پراخیدا په حال کښې ده .
ایت الله خاتمی په دې خبرې سره چې سوچه محمدی اسلام د یوه قدرت په توګه د صهیونیسټ رژیم انو استکبار په وړاندې راڅرګند شوی دی وویل  د دغه سوچه محمدی اسلام  مرکز په ایران کښې دی او له کبله دې هغوې له ایران څخه ویره لری .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب په دوام کښې صهیونیسټ رژیم دمسلمانانو ترټولو منفور دښمن وباله او زیاته کړه دفلسطین نیواکی ټاټوبو ته د جرمنی او امریکا د چارواکو دسفر معنا داده چې هغوې غواړی ووایی  له مسلمانانو سره جنګ کوی او هغه ویروی .
ایت الله خاتمی په دې خبرې سره چې امریکا  له امریکایی اسلام چې د سیمې عرب هیوادونه یې خبره کوی د خپلو هدفونو په ګټه استفاده کوی .
هغه په امریکا او سعودی عربستان د سورېې ته د وسلو ، ځواک او ترهګرو د  استولو په خاطر نیوکه وکړه او ویې ویل له ترهګرو  د ملاتړ هدف په سوریې کښې د مسلمانانو  وژنه ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب دغه راز د بحرین د مسلمانانو پر ضد د ال خلیفه رژیم د جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې وویل په بحرین کښې داسې اقلیت په واک کښې دی  چې د خلکو صلحه ایزو مظاهرو ته په ډزو سره ځواب ورکوی او لویدیځ ته اړونده رسنۍ هم د بحرین د ال خلیفه رژیم جنایتونه په ډاګه نه کوی.
1380894

captcha