د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز " On Islam " یې نقلوی چې دې انجلۍ په تیرې یوه اوونۍ کې د شیکاګو په لیککینټی ښار کې نږدې دوه ویشت اسلامی او عیسایی سپیڅلو ځایونو باندې چې پکښې جوماتونه او کلیساګانې هم شاملې دی بریدونه کړی دی.
د شیکاګو د اسلامی تنظیمونو کونسل د عمومی روابطو مشر ښاغلی ایمن عبدالحلیم وویل چې د شیکاګو مسلمانان د دې مسلې د بشپړه پلتنی او همدا راز د مجرم په نیوللو د ځای واکمنانو قدرونه کوی.
هغه زیاته کړه چې د دېن دښمنۍ دغه بریدونه اصلی موخه، په مختلفو ادیانو منونکو تر مینځ د اختلافاتو رامینځته کول وبلل خو هغه وویل چې دغه بریدونه د هغو د دسیسو په اپوټه د مختلفو دینونو د منونکو تر مینځ د یووالې لامل وګرځیدل.
1381853