IQNA

ولایتی: د نړیوال قدرت په هندسه کښې د اسلامی نړۍ د رول د نړیول سیمینار هدفونه روښانه شول

20:45 - March 03, 2014
د خبر لمبر: 1382525
سیاسی او ټولنیزه ډله: د اسلامی ویښتیا د نړیوالې ټولنې سکرتر علی اکبر ولایتی نن په تهران کښې له خبریالانو سره په خبرو کښې، په اسلامی نړۍ کښې وحدت، اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لارښوونې پایله وبلله

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس ښاغلی ولایتی زیاته کړه، په تهران کښې د نړیوال قدرت په هندسه کښې د اسلامی نړۍ د رول  په  نړیول سیمینار کښې د وحدت او د هغه اجرایی کول او د تکفیریانو د چلندونو د مخنیوی او ریښتونی اسلام  بیان کیږی .
ښاغلی ولایتی وویل  په دغه دوه ورځنې  سیمینار کښې چې د عربستان او قطر په شمول  د  درستو اسلامی هیوادونو  د میلمنو په ګډون سره ترسره کیږی، د اسلامی ویښتیا د نړیوالې لوړې شورت  غړی به  مقالی وڅیړی  او  د اسلامی ویښتیا په حوزه کښې به  د اسلام پیژندنې زیان موندنې وڅیړل شی .
نوموړې  وویل  لویدیځ  هم  د اسلامی نړۍ له غورځنګونو سره د مبارزې د څرنګوالې په باب پلانونې کوی  او مسلمانان باید  ورسره د مبارزې لپاره، په اسلامی هیوادونوکښط  ورسره علمی او فکری مبارزی  لارې چارې وڅیړی .
دغه نړیوال سیمینار  د مارچ په ۱۱ نیټه په تهران کښې جوړیږی .
1381726

captcha