
د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمدجواد ظریف نن د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسئولې میرمن کاترین اشټون سره له کتنې او خبرواترو وروسته د خبریالانو په ټول کښې د سیمې حالت، د ایران او اروپا ترمینځ د اړیکو راتلونکی، له ترهګرۍ او نشه ایزو توکو سره د مبارزې په لړ کښې ملګرتیا او په افغانستان کښې د امنیت ټینګیدل او همداشان په سوریه کښې خطرناک او ډیر اندیښمنونکی حالت هغه چارې وبللې چې په هکله یې له میرمن اشټون سره خبرې اترې کړې دی.
د ایران د دیپلماسۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: د ایټمی موضوع او مذاکراتو له هغو نه د تیرو موافقو د اجرا کیدو او همداشان په راتلونکی کښې د کار د تعقیبونې د طریقې په هکله مې هم د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست له مسئولې سره د نظر تبادله کړې ده.
ښاغلی ظریف ټینګار وکړ چې اوس په مقابل لوری پورې اړه لری چې د جنیوا په موافقې باندې پایبند وی او په خپله خوښه، فیصلې او ژمنې سره د مذاکرې په میز کښینی څو وکړې شی یوې داسې موافقې ته ورسو چې د دواړو خواو له پاره د منلو وړ وی.
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسئولې کاترین اشتون هم دې ټکی ته په اشارې سره چې وړومبی ځل دی چې په دوه اړخیزه توګه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کوی، ټینګار وکړ چې دا ملاقات د اروپا د بهرنی سیاست لپاره یو فرصت وی.
اشټون څرګنده کړه: هیڅ ضمانت نشته چې د ایران او ۵+۱ ډلې خبرې اترې دې خامخا کامیابې شی خو په دې لړ کښې به پوره پوره کوشش وشی.
1384780