IQNA

د اسلامی ایران په ضد د لویدیځ او صهونیسټانو رسنئ پروپیګنډو ماته خوړلې ده

22:10 - March 09, 2014
د خبر لمبر: 1385035
سیاسی ډله: د اسلامی ایران د وسله وال ځواک د لوئی درستیز والۍ د بسیج او کلتوری چارو مرستیال سردار تورن جنرال مسعود جزایری نن په تهران کې د لودیځوالو او صهونیسټانو د ایرانی ضد رسنئی فضا جوړونو د دوام په غبرګون کې وویل دغه اقدامات له ایرانه د ویرولو د سناریو په چوکاټ کې ترسره کیږی.

د قر ان نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له سپاه نیوز یې نقلوی چې ښاغلی سردار جزایری غزې ته د ایرانیو وسلو د وړونکی کشتۍ د نیول کیدا د ادعا په ردولو سره ټیڼګار وکړ د نړۍ عمومی افکار د امریکایانو او صهونیسټانو  په دغه ډول بې اساسه او دروغجنو ادعاګانو سره ښه بلد دی او د دغو ادعاګانو مطرح کیدل په بیلابیلو ډګروو کې خپلو مسلمو حقوقو ته د رسیدا لپاره د ایرانیانو په کلک هوډ او ارادې هیڅ اغیزې نه لری.
سردار جزایری روښآنه کړه د لودیځوالو د رسنی تکراری او  جعلی محصولات او تولیدات او  نفسیاتی عملیات به د هغوی لپاره د ایران د ملت له بې باورۍ له زیاتیدا او د لودیځوالو له رسوائۍ پرته بله نتیجه ونه لری
هغه همدا راز روښآنه کړه لویدیځوال باید د آزادی غواړو ملتونو او د فلسطین د مظلومو خلکو  په ضد پخپلو جنګ غواړو سیاستونو کې بیا اساسی کتنه وکړی.
1384997

captcha