IQNA

په کربلا کې د عراق د دینی مدرسو طالبانو ځانګړې قرانی سیالۍ پای ته ورسیدې

21:19 - March 10, 2014
د خبر لمبر: 1385556
نړیواله ډله: د عراق د دینی مدرسو د طالبانو د قران د تجوید او قرائت او حفظ سراسری مقابلو دوهمه مرحله پرون شپې د مارچ د میاشتې په لسمې نیټې د امام حسین علیه السلام د مزار د خدمت کوونکو په همکارۍ سره پای ته ورسیده.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز د امام حسین علیه السلام دزیارت د دارلقران یې نقلوی چې د دې مقابلو 
په وروستیو مراسمو کې  د عراق د سرکاری او علمیه حوزې لوړ شخصیتونو په ګډون سره تر شو.
په دې مراسمو کې څو کسانو قرانی محفل تر سره کړ او د دقران پاک تلاوت یې وکړ او په پایی کې یې تکړه او غوره کسانو ته انعامونه ورکړل.
د امام حسین زیارت د دارلقران مشر ښاغلی شیخ حسن المنصور په دې مراسمو کې په خپلې وینا کې وویل چې د دینی مدرسو طالبانو لپاره د قرانی فعالیتونو په تر سره کولو په هدف دا مقابلې د دوهم ځل لپاره تر سره شوې.
د امام حسین علیه السلام د زیارت استازې ښاغلی شیخ علی الفتلاوی، د عراق د شیعیانو د اوقافو ادارې مرستیال ښاغلی شیخ علی الخطیب، د عراق د دینی علومو طالبانو استازې ښاغلی علامه سید‌سامی بدری، او د دمشق د ښار د اسلامی شورا مشر ښاغلی ‌محمد علی المسکی هم په دې مراسمو کې وینا وکړه.
1385511

captcha