
د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی نن د مارچ د ۱۳ په درشل کښې په ایران کښې د شهیدانو د ورځې د لمانځنې په درشل کښې د یو شمیر شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کښې وویل، د شهید ورځ یعنې ، نه یوازې د یوې کورنۍ بلکې د یو ملت او تاریخ لپاره د عزت او سرلوړۍ ورځ ده.
هغه وویل باید د شهیدانو او د درستو سرښیندونکو د وینو او لارو قدرونکې واوسو او د هغوۍ د هدفونو او ایډیالونو د پوره کولو لپاره د هغوۍ لارې ته دوام ورکړو.
ښاغلی روحانی وویل،د ایران ملت به نن سبا له درستو مخ په وړاندې ستونزو په مقابل کښې د انقلاب ، نظام اوهیواد ګټې مخکښې ګڼی او بریالی به وی، که دښمن د انقلاب په لومړیو ورځو کښې دا ګومان کاوه،چې ایران یو کمزوری هیواد دی، خو نن سبا ټولو ته روښانه شوی ده،چې په دغه سیمه کښې یو ستر ، پیاوړی او مقتدر هیواد د ایران اسلامی جمهوریت دی .
د اسلامی ایران ولسمشر وویل، د هر ملت د تاریخ یوه برخه د دغه ملت د جنګونو میړانو او مقاومت سره بڼه ومومی ،حتی د یوه ملت د هویت یوه برخه هم د دغه ملت په جهاد، مقاومت او ودریدا ده.
1385251