IQNA

روحانی: د شهید ورځ د تیری په وړاندې د مقاومت، عزت، سرلوړۍ او سرښیندنې ورځ ده

21:37 - March 10, 2014
د خبر لمبر: 1385558
سیاسی ډله: د اسلامی ایران ولسمشر د شهید ورځ د تیری په وړاندې د مقاومت، عزت، سرلوړۍ، سرښیندنې ورځ وبلله او ویی ویل شهید په هیڅ ډلی پورې اړه نلری.

د قران نړیوال خبری اژإنس ایکنا د یو راپور پر اساس د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډ‌اکټر حسن روحانی  نن  د مارچ د ۱۳ په درشل کښې په ایران کښې  د شهیدانو د ورځې د لمانځنې په درشل کښې د یو شمیر شهیدانو له کورنیو سره په کتنه کښې  وویل،  د شهید ورځ یعنې ، نه یوازې د یوې کورنۍ  بلکې  د یو ملت او تاریخ لپاره د عزت او سرلوړۍ ورځ   ده.

هغه وویل  باید د شهیدانو  او د درستو سرښیندونکو د وینو او لارو قدرونکې واوسو  او  د هغوۍ د هدفونو او ایډیالونو د پوره کولو لپاره د هغوۍ لارې ته دوام ورکړو.

ښاغلی روحانی وویل،د ایران ملت به نن سبا  له درستو مخ په وړاندې ستونزو  په مقابل کښې  د انقلاب ، نظام  اوهیواد ګټې  مخکښې ګڼی  او بریالی به وی،  که دښمن د انقلاب په لومړیو ورځو کښې  دا ګومان کاوه،چې  ایران یو کمزوری هیواد دی، خو نن سبا ټولو ته روښانه شوی ده،چې  په دغه سیمه کښې  یو ستر ، پیاوړی  او مقتدر هیواد د ایران اسلامی جمهوریت دی .

د اسلامی ایران ولسمشر وویل، د هر ملت  د تاریخ یوه  برخه د دغه ملت د  جنګونو  میړانو او مقاومت  سره بڼه ومومی ،حتی د یوه ملت  د هویت یوه برخه هم  د دغه ملت په جهاد، مقاومت او ودریدا  ده.
1385251

captcha