نړیواله ډله: د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا په جینوا کې په خپلې وروستۍ ناستې کې د بحرین د هغو سیاسی فعالانو پر شکنجو چې پخپل هیواد کې د ډیموکراټیکو بدلونونو غوښتنه کوی، غور وکړ او اندیښنه ئې پرې وښودله.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس چې له خبری اژانس (نون) یې نقلوی جې د شکنجو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی رپورټر حوان ماندیز د بحرین پر حکومت غږ کړی دغه هیواد ته دې د سفر لپاره هغه ته وخت وټاکی ځکه له دې مخکې د بحرین حکومت په ځلونو د هغه سفر د نه قانع کونکو علتونو پرته ځنډولی ؤ.
هغه له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه هر ډول شکنجه محکومه کړی او ټینګار ئې کړی چې د خوندیتوب څخه په استفادې سره د شکنجه ورکونکو له محاکمه کیدا مخنیوی ناسم کار دی.
له بلې خوا د ملګروملتو په بشری حقوقو شورا کې د ډنمارک، سویس، او جرمنی هیوادونو استاذو هم د بحرین له حکومته دغه هیوادته د ملګروملتو دځانګړی رپورټر د سفر د اجازې د ورکولو غوښتنه کړې ده.
1385767