د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو مرکز «Windsor Star» یې نقلوی چې اسلام سره د اشنایۍ اوونۍ چې پرون د مارچ د میاشتې په یولسمه نیټه په ویندزور پوهنتون کې د دې پوهنتون د محصلانو د انجمن په همکارۍ سره پیل شوه، په دې اوونۍ کې د اسلام او مسلمانانو په اړه د مختلفو ښوونیزو پروګرامونو په تر سره کولو سره دغه پوهنتون د غیر مسلمانانو محصلانو کوربه ده.
د دې اوونۍ په نورو پروګرامونو کې د څلور کسانو وینا ده چې تازه مسلمان شوی دی او عنوان یې دا دی چې (ولې مسلمان شوم) او همداراز د اسلامی مهمو موضوعاتو په اړه د مختلفو نندارتونونو تر سره کول هم د دې اوونۍ په پروګرامونو کې شامل دی.
په ویندزور پوهنتون کې د اسلام سره اشنایۍ اوونۍ مشر وویل چې ما یاد نه دی چې دا اوونۍ له کله راهسې تر سره کیږی چې خو په دې پوهیږم چې ددې اوونۍ تر سره کول ډیر ضروری دی.
1385828