IQNA

په کراچۍ ښار کښې د قرآن حکیم مضامین نومی کتاب فرانسوی او جرمنی ژباړی مخروڼی

8:16 - June 29, 2014
د خبر لمبر: 1423446
نړیواله ډله: د پاکستان کراچۍ ښار کښې د تمدن او ګډ ژوند موسسه رئیس او د دې کتاب لیکوال زاهد ملک د قرآن حکیم مضامین نومی کتاب په فرانسوی او جرمنی ژبه ژباړی مخروڼی

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې «Pakistan Observer» ورځپاڼه نه په نقل، دا کتاب  ۸۰۰ پاڼی لرې په دې کتاب کښې د قرآن کریم منځپانګې سرلیک د ژوند مختلف مسئلو باندې په بېله بېله توګه بیان شوې.
د پاکستانی آبزرور ورځپاڼې خپرونکی او د تمدن او ګډ ژوند موسسه رئیس او د دې کتاب لیکوال زاهد ملک د فرانسوی او جرمنی ژبه ژباړه شوې کتابونو مخروڼی کښې اعلان وکړو: دا کتاب به ډیر زر نورو ژبو ته هم ژباړه کېږې.
ملک زیاته کړه: د دې کتاب لیکلو هدف د قرآن کریم خدمت دې او زما عقیده ده چې د قرآن ښوونی د بېل بېل سرلیک په توګه د نړی خلکو لپاره به د الله پیغام او د قرآن ریښتینی ماهیت نه پوهېدلو کښې مرسته کوې.
هغه ټینګار وکړو: قرآن یواځې مسلمانانو لپاره نه دی نازل شوې بلکې د ټولې نړی خلکو لپاره نازل شوې.
زاهد ملک زیاته کړه، د دې کتاب د اسپانیایی ژبه ژباړه هم شروع شوې او ژرترژره به په نورو ژبو لکه چاینی، روسی، سویډنی او ساحلی کې هم ترجمه کېږې.

1421096

captcha