IQNA

د پاکستان ملی جرګې د مخالف ګوند رئیس :

د پاکستان دولت دې د شام په شخړه بې طرفه پاتی شی

8:31 - July 05, 2014
د خبر لمبر: 1425581
نړیواله ډله: سید خورشید احمد شاه وولی پاکستان سره د دې چې اېټمی وسله لرونکې هیواد دې نو ضروری ده چې اسلامی هیوادونو کښې د یووالی راوستلو لپاره لټون وکړې هغه وویل: د شام په شخړه کښې هر قسمه لاس وهنه به خطرناکه وې.

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پاکستان ملی جرګې د مخالف ګوند رئیس سید خورشید احمد شاه یوې ویب پاڼه ته پرلیکه (Online) مرکه کښې د ځینې پاکستانیانو په شام کښې شتون باندې اندېښنه څرګنده کړه او له دولت نه یی د شام په شخړه کښې د پاکستان هر قسمه لاس وهنو نه ډډه کولو غوښتنه وکړه.
هغه د دولت بهرنی سیاست  پرېکړې باندې نیوکه سره څرګنده کړه: ځینې بهرنی رسنۍ وایئ چې زمونږ له هیواد نه ځنې کسان په شام کښې جنګېږې په دې اړه په هیواد کښې بېل بېلی خبری وجود لرې چې دولت له په کار ده له چې په دې نه قضیه کښې بې طرفه پاتې شی.
هغه د امریکه سیاسی پرېکړو باندې نیوکه سره زیاته کړه: د امریکې د دولت هدف او دنده معلومه شوې، د اسلامی هیوادونو وېش او مسلمانان په خپلو کې له یو بل سره اچول د دې هیواد اجنډا ده،
هغه د شام په قضیه کښې هر قسمه لاس وهنه غلط وبلل او زیاته یی کړه: خپله زه د پاکستانیانو په شام کښې شتون نه خبر نه یم خو ولی د بهرنی رسنۍ دا خبرونه می تر غوږه شوې، که چرته دا خبرونه حقیقت لرې نو زه دا پوښتنه لرم چې آیا دا به سمه وې چې یو خوا طالبانو او القاعده سره په جنګ یو او بل خوا خپل ولس سره د شام په قضیه کښې مخامخ شو؟
هغه په ډاګه کړه: د یو اسلامی اېټمی هیواد په توګه ضروری ده چې اسلامی هیوادونو کښې د یووالی راوستلو لپاره لټون وکړو او د افغانستان او هند نوې راتلونکی حکومتونو سره په مناسب وړ نوې سیاسی قدمونه وړاندې اوچت کړو.

1422252

captcha