
خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غرب اسیا څانګه، په دې کنفرانس کې په سلګونو ښځی، سیمه ییزچارواکی او دینی کارپوهان شتون لرې، او د زدکړه حق او د ښځو زدکړه د اسلام له نظره باندې به بحث او خبرې اترې کوې.
احمد جاوید صالحی، د اسلامی کنفرانسو پیل کولو مشر خپلو خبرو کښې دې کنفرانس ته اشاره سره وویل: په دې کنفرانس کښې د ښځو چارو بېلابېلو ډلو نه ۲۰۰ نه زیاتو ښځو، د ښځو تعلیمی موسسو، د زدکړې او کلتوری چارو، او د مزار شریف پوهنتونو ګډون کړې.
هغه زیاته کړه: د دې کنفرانس پیل کولو هدف د پوهنه او د ښځو ځانخبری اهلیت کښې زیاتوالی دی چې خپل استعداد رابرسېره کولو په لور قدم اخیستلو توان ولرې.
صالحی ښکاره کړه: یو بل هدف د دې کنفرانس د افغانستان دینی عالمانو په دې اړه پخپله کښې او د نورو اسلامی هیوادونو عالمانو سره بحث او خبرې اترې دې او نن په دې کنفرانس کښې د مصر الازهر دینی استاد هم شتون لرې.
دې د اسلامی کنفرانسو پیل کولو مشر وویل: د هر ولس پرمختګ لپاره پوهنه او زدکړه یوه اساسی مسئله ده، او مونږ دې ته اړتیا لرو چې ولس علمی رشد وکړې او په دې ډګر کښې بریالیتوب ترلاسه کړې.
هغه ټینګار وکړو: له ښه مرغه په اخیرو څو کالو کښې د هیواد او په خاصه توګه د بلخ ایالت ښځې د زدکړې او پوهنې په بیل بیل څانګو کښې څېړنه او مطالعه کوې.
صالحی وویل: ړومبۍ ځل دې چې د بلخ په ایالت کښې دارنګه کانفرانس ترسره کېږې او نظر کې لرو چې په راروان وخت کښې هم په دې هکله یو پراخه پروګرام ترسره کړو.
ورپسې د بلخ ښځو چارو مشر خپلو خبرو کښې وویل: دا رنګ کنفرانسونه پیل کولو سره د ښځو حق او حقوق په هکله به د روښانه دین اسلام نه خبر شو.
مرادی زیاته کړه: روښانه دین اسلام د ښځو لپاره د زدکړې او پوهنه قایل دی چې هم زدکړه وکړې او هم باید نورو ته تعلیم ورکړې تر دې چې په ټولنه کښې جهل او ناپوهی کمښت پیدا کړې.
د هغه د وینا مطابق. دینی عالمان د نورو نه په هیواد کښې د ښځو حقوق ښکاره کولو لپاره وتلى او غوره مقام لرې، ځکه چې د هیواد ولس د دینی عالمانو په خبرو باندې یقین لرې او د هغوې سلا او نصیحت په خلاص زړه قبوله وی.
یادښتونه: دا کنفرانس دوه ورځی نن او د شورو وو چې تیر میاشته ۴ تاریخ باندې به یی کار پای ته ورسېږی.