IQNA

په اروپا کښې د پیغمبر صلی الله عیله وآله وسلم په سپېڅلی شان کښې سپکاوې، دا ځل په انیمیشن کې

8:23 - July 09, 2014
د خبر لمبر: 1427584
نړیواله ډله: د اروپا له اسلام سره کینه لرونکې یو څو کسانو د یو پاکستانی په مرسته عایشه او محمد نومی انیمیشن فلم تیار کړی چی په دغه فلم کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په سپېڅلی شان کښې سپکاوې کړې.

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې «کپنهګن پست» ورځپاڼه نه په نقل، عمران فراست چې اصلیت نه پاکستانی دی، د دې انیمیشن سپکاوې کار کوونکې دی او لارس هګارد له دنمارک چې په ۲۰۰۶ میلادی کال کښې سپکاوې سره د نړۍ مسلمانان پارولی وو، او د آزادی سازمان د مشرتابه پلاوى رئیس هانس ارلینګ جنسن، د سپکاوی کوونکې انیمیشن جوړولو کسانو څخه دی.
دا انیمیشن چې د دې جوړونکی دا ادعا کوې چې د پیغمبر ژوند یی د قرآن د ویناوو په رڼا کښې په دغه انیمیشن کښې بیان کړې، په دغه انیمیشن کښې د حضرت عایشه له پیغمبر سره واده په هکله ډېر لوی اهانت او سپکاوې کړې.
د دې اینیمیشن په ځنې برخو کښې، له پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم نه ډېری ناروزلى خبرې نقل کړې او ادعا لری چې دا خبری له قرآن نه اخیستلی شوی.
دا خوابدوونکى فلم د هفته په ورځ د اروپا او امریکا په ځنې هیوادونو کښې وکتل شو، خو ولی تر اوسه د دغه هیوادونو له مسلمانانو پاریدلو په هکله څه راپور لا تر اوسه نه دې خپرو شوی.
د آزادی په نوم لارس هګارد له دې انیمیشن نه دفاع په توګه وویل: مونږ دلته په اروپا کښې هر وخت له اسلامی ترهګرو نه په ویره کښې یو، اسلام هر ورځ پرمخ تګ د بیان آزادی مونږ نه اخلې او زمونږ آزادی یی محدود کړې.

1426702

 

 

captcha