
قرآن خبر خپرونکې ټولنه(ایکنا) راپور له مخې. د ستر لوړ رهبری دفتر د اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل: د اهل بیتو کریم امام حسن علیه السلام د روکړی په شپه د فارسی ژبه د شعر او ادب استادانو ټولی، د ځوانانو شاعرانو او د هیواد پوخ تجربه کارو، او په فارسی کښې شعر وایونکې د تاجکستان، هندوستان، افغانستان او پاکستان نه راغلو د اسلامی انقلاب ستر رهبر حضرت ایأ الله خامنه ای سره کتنه وکړه.
حضرت آیأ الله خامنه ای د امام حسن علیه السلام د زوکړی مبارکې سره د شب قدر شپو نه معنوی او قدسی ګټه اخیستلو توصیه وکړه، او د شعر ړومبۍ او طبعی کار ته یی د شاعر د افکارو ځواب، احساسات او خواشینی وویل او زیاته یی کړه: البته د شعر اصل کار عبارت دې له: په خالی ذهن او زړه کښې شتون او په هغه اثر کول او د مخاطبو فکری خوراک.
هغوې فکری خلوت کښې د شیطان اثر کولو لپاره لټون ته اشاره سره وویل: شاعر دا دنده ده چې د فارسی د تاریخ لویو لویو شاعرانو غوندې شعرونه ووایئ او د خپل مخاطبو خلوت له معنویاتو او له امید له فعالیت ، پرمختګ او له وده نه غنی کړې، او دا عناصر چې د ولس حقیقی هویت جوړوونکې دې ته وده ورکړې.
رهبر انقلاب د نننۍ نړی تریخ حقیقتونو ته لکه د نړی قدرت لرونکیو د نورو ولسو استقلال، دولت دین معنویت ناموس او اخلاق کښې ګوتې وهئ هغوې د غزه درد ناک حوادثو ته اشاره سره زیاته کړه : کله خو د یو ځناور په مرګ په دنیا کښې تبلیغاتو یوه غوغا راولی خو ولی په غزه باندې اخیرنی برید کښې د ۱۰۰ تنه نه زیات کسان ووژل شو چې اکثریت په کې د معصوم او مظلوم ماشومانو دی، چې دا هر څه هغې لپاره اهمیت نه لرې بلکې امریکا او انګلیس رسما د دې برید حمایت کوې.
د رهبر له خبرو نه پس یو څو ځوانانو شاعرانو او د هیواد تچربه کارو خپل شعرونه ولوستل.